The news is by your side.

د افغانانو ژغورونکی پیلوټ، عليپور شهید کړ

خبریال ویبپاڼه/ نن د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ  کې د ملي پوځ یوه چورلکه نسکوره سوې چې پکښي سپاره عملې يې ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی، او داسې ویل کیږي چې د بهسودو پیښه کې د افغانانو هغه ژغورونکی پیلوټ چې د ۴۰۰ بستریز روغتون کې د برید پرمهال يې د بې ګناه کسانو په ژغورنه کې مهم رول درلود علیپور شهید کړی.

دې پیلوټ د سیلابونو راوتلو پرمهال هم د عامو افغانانو د ژغورنې او هغوی ته د خدماتو رسونې برخه کې خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې وه چې نن يې د بهسودو ولسوالۍ ته پرلاره څو هلته خپلو همسنګرو ته اکمالات ورسوي د علیپور وحشي ځناورو يې چورلکه په نښه کړله او د ده په ګډون پکښي نهه کسه شهیدان سول.

د تروریست عليپور له لوري د افغان ژغورونکي پیلوټ شهادت یو نه بخښوونکی جنایت دی او دولت باید دا ډله د ترهه ګرو ډلو کتار کې راولي او مطلق دا ډله د یوه ترهګره ډله اعلان کړي خو د افغان دولت پڅ غبرګون او د خپلو سرتیرو د وینې توینې په وړاندې د دوی غیري مسؤلانه سلوک زرګونه پوښتنې را پورته کوي.

علیپور تر دې وړاندې هم په ترسره کړو جنایتونو سره پابنده او پښېمانه پاتي نسو عامو افغانان يې قتل وزرول اختطاف یې کړل او قتل يې کړل او ان تر دې چې یو وخت یې د دولت غاړې ته لاس اوږد کړ او د خپلو جنایتونو په دوام يې نن زموږ د ملي پوځ او یو قهرمان اتل چې خپل ټول ژوند يې د افغان انسان د هوسا کیدلو لپاره وقف کړی وو، شهید کړل سو.

محمد رحیم کریمي په کابل کې پر ۴۰۰ بستریز روغتون باندې د برید پرمهال په خورا میړانه خپله چورلکه د روغتون په بام کښېنوله خپل ژوند يې په خطر کې واچاوه او د خپلو هېوادوالو د ژغورنې لپاره يې اتلولي وکړه هغه همدا جرم وکړ چې افغان يې وژغورل دا چې افغان دولت به د عليپور او د هغه د جنایتکاري ډلې په وړاندې څه وکړي موږ ورته انتظار یو.

د راپورونو پر اساس ویل سوي چې عليپور ورځ تر بلې په وسلو سمبالیږي او له ایرانه ورته زیاتي وسلې لیږل کیږي خو دولت يې په وړاندې چوپ پاتي دی د عليپور کسانو دا الوتکه چې د دولت لپاره يې ۱۳ میلیونه ډالر تاوان هم کړی په یوه ایراني راکټ ویشتل سوې او نسکوره سوې ده. تراوسه پوري دولت په دې پیښه چوپ پاتي وو، خو اوس تازه د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا غبرګون ښودلی او ویلي يې دي.

 د بهسودو پیښي ځواب ورکوو

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا ویلي چې د بهسودو پیښه یوه زړه بوږنوونکي پیښه ده او د دې پیښي عاملین به هیڅکله بې ځوابه پاتي نه سي ضیا ویلي چې د دې پیښي ترسره کوونکې د دښمن په څیر دي او دوی به یې په وړاندې ودریږي ده ویلي چې د بهسودو ولسوالۍ پیښه په جدي ډول سره څیړي ترڅو مالومه کړي چې څنګه رامنځ ته سوې؟

دا ایم ۱۷ چورلکه چې ۹ عمله یې لیږدول څلور خدمتکاران او ۵ هم د ځانګړو ځواکونو غړي ول چې په دې پیښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تراوسه پوري دفاع وزارت د چورلکې د غورځيدلو د علت په هکله څه نه دي ویلي خو زیاته کړې يې ده چې په هکله يې څېړنې کوی خو سیمه ییز خلک او یو شمېر سرچینې دا کار دعلیپور بولي او له دولته غواړي چې د دې ډلې د مخنیوي لپاره دي پر وخت لاس په کار سي او دا ډله دي د ترهګرو ډلو په کتار کې راولي ترڅو نور یا خپل جنایتونه و دروي او یاهم وځپل سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.