The news is by your side.

روسیه: د سولې ډرامه تر دې باید اوږده نه شي

خبریال وېبپاڼه/ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د سولې پروسه کې خنډ او ځنډ نور هیچا ته د منلو وړ نه دی او نور باید دغه ډرامه چې سر او پای یې مبهم دي، تر دې اوږده نه شي.

نوموړي د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه کې د پرانیستې وینا پر مهال وویل چې د سولې خبرو اوسنی وضعیت او روانه جګړه نور له زغمه وتلې او چې په هر ترتیب کېږي نور باید دغه کشاله حل کړل شي.

هغه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون په تطبیق هم ټینګار کړی او داسې ګوت‌څنډنه یې کړې چې امریکا نور باید له افغانستان خپل سرتېري وباسي او طالبانو ته د جګړې د دوام بهانه پرې نه ږدي.

ده زیاته کړې، طالبان د جګړې د دوام لپاره د دوحې د تړون نقض د دلیل په توګه راوړي، خو که چېرته امریکا رښتیا په خپل هوکړه ولاړه وي، نو باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لیرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې باید د سولې په اړه داسې هوکړه وشي چې ټولو ته د منلو وړ وي او تر سولې وروسته په جوړېدونکي حکومت کې ښکېل اړخونه خپل ځان وویني.

د ده په خبره، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېږي او د ټوپک ځواب په ټوپک ورکول داسې دي لکه وینه چې په وینه ووینځل شي، ځکه خو باید پر سیاسي لارو چارو فکر وشي، تر څو افغانان تر دې اضافه ونه ځپل شي.

سرګي لاوروف ډاډ ورکړی چې هېواد یې په د تل په څېر د سولې په برخه کې له افغانستان سره ولاړ دی او د اړتیا پر مهال د سولې خبرو کوربه توب هم کوي.

که څه هم روسیه ظاهراً د سولې په برخه کې افغانستان ته د همکاریو ډاډ ورکوي، خو په نیت یې شک نه کول هم پر حقیقت سترګې پټول دي، ځکه روسیې که په رښتیا د افغان سولې تامین غواړي، بیا ولې د طالبانو ملاتړ کوي، وسلې او پیسې ورکوي.

بله خبره دا، روسیې نن ټینګار کړی چې امریکایان باید د دوحې تړون تطبیق ته ژمن پاتې شي، مطلب یې دا دی چې باید خپل سرتېري له افغانستان وباسي، تر څو میدان بیا روسانو ته خالي پاتې شي او ان څه وخت مخکې یې دا ویلي چې که امریکایان ووځي، نو روسیه چمتو ده چې افغانستان ته سرتېري واستوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance