ښه نو ضرور ده، چې خدای را کړې خوشحالي په ویر و لړو؟
خبریال ویبپاڼه/ اوس نو ته راسه؛ خلګ د اسمان پر څوکو کبابونه او بوتلونه وهي، زموږ د هغو د نوروز به حلالښت و حرامښت د ستوني تر څنګ بارچاکونه هم سره څیري سول. یو وایي حلال دی بل وایي، حرام.
ښه دا یې حرام.
ښه دا یې حلال.
مګر موږ ولي خپل سر ته د پوهېدو پېچکښ نه ور وړو؟
زموږ ولي په اشاراتو او تشبیهاتو ژوند دی؟
پر لاره ترخت مه ځه، شبهه د کفارو کېږي. وۍ!
ږیره مه خریه، شبهه د کفارو کېږي. وۍ!
د شنبې ورځ ښکار مه کوه. شبهه د کفارو کېږي. وۍ!
یاني مطلق هر هغه فعل و عمل به نه کوې، چې کفار یې کوي. که دې وکړ شبهه د کفارو کېږي. مګر کوم ملا به مو د لوږي مړ نه یي لیدلی؟ ځکه کفار هم خوراک کوي، مګر دلته بیا خوراک شبهه د کفارو نه کېږي؟
خیر تس د دې شبهي ژونده را سره را و وځئ، ولي ایله ځانونه غرق کوو؟ را به سو نوروز ته.
د نو روز مخینه او بنسټ تر اسلام زرګونه کلونه مخکي دی. نوروز هغه وخت لمانځل کېدی، چې عرب بېخي په انسانانو کې نه حسابېدل. په دې هم و الله و علم، چې دوی د رب غوره قوم دی او د هدایت په پار الله ورته په لکهاو خلګ را لېږلي.کوم قوم ، چې سیواد و نه لري او غوره تاریخ یې نثر وي، د هغه په څه باور؟ عرب هم همدغسي د نثري تاریخ درلودونکی یو افسانوي قوم دی، چې د خپل زور په وجهه یې اول سیمي نیولي او بیا یې د سیمو د خلګو کلتور و فرهنګ محوه او لغوه کړی. بیا یې خلګ د دین په دایره کې د رب د نافرمانۍ په نوم غافله ساتلي او د خلګو د دې غفلته یې دا دی، زرونه کلونه کېږي خوري او لا به یې خوری. دا دوی بیداري ده. نوش جان!
دا ورځ مخکي د “یما” هم لمانځل کېده. “یما” د افغانستان او سیمي لومړنی با فرهنګه باچا و. هغه د نوي کال په اول ورځ پر تخت کښېنست او خپلي ناستي سره یې سم دا ورځ، د جشن نیولو ورځ و نومول.
د یما د پېژندګلوۍ دپاره د افغانستان تاریخ خېټه د مالوماتو ډکه ده. ښه ده چې خپله یې و ګورئ!
یما د هغه پنځه زره کلن تاریخ یو ستر باچا تېر سوی، چې موږ یې تل په نوم شخوند وهو.
بیا چې دا ورځ د مجسوسیانو او کفارو ده. بلکل ده. ځکه دا وخت اسلام نه و.بیا که و یا وي هم، زموږ یې ور سره څه؟
زموږ تاریخ زموږ ویاړ دی. موږ باید د خپل تاریخ او دود د ژوندي پاته کېدو په خاطر نه تنها دا ورځ و لمانځو؛ بلکي هر هغه ښه افعال چې سیمه او نړۍ کې زموږ حثیت او زموږ د تاریخ قدر په خلګو پېژني او خلګو ته موږ د وخت یو باتوره او باکلتوره خلګ ور پېژني و یې کړو.دا کړنه هر قوم او هر سیمه کوي.
نو نه باید خپل فرهنګ د بل د فرهنګ قرباني کړو. تل باید هڅه وکړو، خپل تاریخ او فرهنګ ژوندی و ساتو. د یو قوم او سیمي عزت او ذلت د هغه په تېر پوري تړلی. د کوم قوم او سیمي، چې تېر تاریخ، کلتور او ژبه د منځه وړل سوي وي، هغه قوم او سیمي بیا د خیر ګوله نه ده په خوله کړې او همدغسي ګام پر ګام د تباهۍ غېږي ته تللي، عین لکه همدا موږ پنځه زره کلنیان، چې ور روان یو.
نو مخلوکه حرام او حلال پرېږدئ، د خپل نسل د بقا او ښې ایندې په خاطر د خپل کلتور او تاریخه اول ځانونه خبر کئ او بیا یې د ژرغورني پوره هڅه وکئ. تر څو د نسل د ژرغورني تر څنګ مو، د خپلي پنځه زره کلنۍ د ادعا ثبوت هم در سره ژغورلی وي. زموږ د همدې غفلتۍ او دینکارۍ په وجهه، همسایه بې فرهنګ ایران نه تنها دا ورځ د ځان بولي، بلکي د همدې ورځي بنست ایښدونکی او تاریخي شخصیت [یما] او د [یما] تر حکمرانۍ او سلطتنۍ لاندي سیمه هم په ځان کړې او اخته دی زموږ ټول هغه هېر سوي او غورځول سوي فرهنګیات، تاریخیات او عنعویات په ځان کوي. او کړي یې دې. نو را ویښ سئ ای ویښ مخلوکه!
خوشحاله نوی ۱۴۰۰کال ولرئ!
لیکوال: احمد ولي ویس
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.