The news is by your side.

طالبانو امارت د خلکو قضاوت ته وسپاره، خو لږ ستونزه شتون لري

خبريال وېبپاڼه- په مسکو کې د دوه ورځنۍ غونډې وروسته طالبانو پخپل خبري کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو ګډې اعلامیې ته غبرګون وښود.

طالبانو په دې غبرګون کې وويل چې د ترويکا د هېوادونو له لوري خپره شوې اعلامیه د افغانستان په چارو کې د مداخلې په مانا ده.

دوی وويل چې موږ په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي، دا غوښتنه زموږ د خلکو ده، خو دا چې ددې نظام نوعیت او نوم به څه ډول دا به هم خلک ټاکي، دوی دغه هېوادونو ته په غبرګون کې وويل چې دا د افغانانو کار دی چې امارت د نظام د نوعیت او‌ نوم په شکل مني او که نه.

که څه هم طالبانو پخپلو خبري غونډو او خبرپاڼو کې د افغانستان د خلکو یادونه کوي خو په ښکاره ډول تراوسه پورې د طالبانو له لوري دا هېڅ واحد، تګلاره، سيستم نه دی وړاندې شوی چې د هغه په بنسټ به خلک خپل اراده ښکاره کوي.

د مثال په ډول طالبان وايي چې په افغانستان کې به داسې يو نظام رامنځته کوي چې د خلکو خوښ وي، د خلکو د خوښې نظام مني، خو د بلې خوا بيا ددې نظام په رامنځته کولو کې د خلکو د خوښې د عملي کېدو او ښکاره کېدو په تړاو څه نه وايي، ددوی څخه پوښتنه داده چې دا د خلکو غوښتنه د خلکو اراده به څه ډول تحقق مومي.

په اوسني نظام کې د خلکو اراده د هغوي د رايو په واسطه تحقق مومي، دا بیله خبره ده چې اوس دلته ټاکنې فاسدې دي، خو که فرض کړو سيستم اصلاح شي نو دلته د ټاکنو له لارې سړي په دې پوهېږي چې خلک څه غواړي.

طالبان چې ټاکنو ته په مثبت نظر او ليد باندې نه ګوري څه ډول د خلکو اراده باندې پوهېږي، څنګه په څه ډول په کومه لاره دا اراده مالوموي او بيا یې عملي کوي.

که طالبان د خلکو د ارادې او خلکو په هکله هم بېل تعريف لري، داسې نه چې دوی خپل کسان خپل ملان د خلکو استازي وبولي او بيا چې هغوي څه وايي دوی به وايی چې دا خلکو ويلي.

په ۲۰۲۱ م کال کې نړۍ او افغانان د شفافيت په هکله پوره پوهه لري، طالبان به اړ وي چې د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره د ملت څخه ښکاره او شفافه رايه واخلي که نه دا ډيجيټل دور دی هېڅ خبره هېڅ شی نه ورکېږي، نن چې څه وايی دا به يې سبا په مخ پراته وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.