The news is by your side.

د دفاع وزارت سرپرست په قطر کې سفير شو، پرځای یې ياسين ضيا وټاکل شو

خبريال وېبپاڼه- د وزرات دفاع سرپرست شاه محمود مياخيل چې تراوسه پورې یې ددفاع په وزرات کې خپله دنده ترسره کوله اوس د افغانستان د حکومت له لوري په قطر کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

خبريال وېبپاڼې ته د ارګ څخه يوې معتبرې سرچینې وویل چې له دې وروسته به شاه محمود مياخيل په دوحه کې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کوي او د ملي دفاع د وزرات چاری به د سرپرست په توګه جنرال ياسين ضيا پر مخ وړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزير اوس هم ستر جنرال اسدالله خالد دی خو دا چې هغه د هېواد څخه بهر دی نو د ملي دفاع د وزارت چارې به د سرپرست په توګه جنرال ياسين ضيا پر مخ يوسي، تر ده وړاندې دا چارې شاه محمود مياخيل پر مخ وړلې چې له دې وروسته به ښاغلی مياخيل نور په قطر کې د افغانستان د سفير په توګه خپل کار پیل کړي.

د ارګ څخه سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې په اوس وخت کې ولسمشر غني دا غوره ګڼلې ده چې ساه محمود مياخيل په قطر کې د افغانستان د سفير په توګه کار پيل کړي او د ملي دفاع د وزرات چارې د سرپرست په توګه لوی درستیز ياسين ضيا پر مخ يوسي، د ملي دفاع وزير اسدالله خالد اوس د هېواد بهر پر رخصتی دی.

تر هغه پورې چې د ملي دفاع وزير اسدالله خالد بېرته هېواد ته راستنیږي تر هغه پورې به د ملي دفاع وزارت چارې ياسين ضيا پر مخ وړي او د اسدالله خالد د رارسېدو سره سم به د چارې بېرته هغه ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده چې نن د کورنیو چارو د وزرات په هکله هم ولسمشر غني نوې پرېکړه کړې وه او په دې پرېکړه کې یې د کورنیو چارو پخوانی وزير مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړی او پر ځای يې د هلمند پخوانی والي حيات الله حيات ټاکلی دی.

د کورنيو چارو په وزارت کې بيا يو بل بدلون دادی چې ددې وزرات لومړی معاون هم بدل شوی دی او اوس تازه ولسمشر غني ددې مقام لپاره ايوب سالنګي ټاکلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.