The news is by your side.

اومیندوارو ښځو ته د فولیک اسید ګټې!

خبریال ویبپاڼه: فولیک اسید نه یوازې داچې د وینې دسرو کرویاتو په بیا جوړیدو کې بلکې دبدن دنورو حجراتو په ترمیم کې هم ډېر اساسي رول لرې خو دامیدوارۍ په وخت د فولیک اسید خوړل بیا دېر مهم رول لري. فولیک اسید  د حمل د فوق العاده اتل په نوم یادیږې.

ټول ډاکټران د مورګانو لپاره د حمل پر مهال د فولیک اسید خوړولو لارښوونه کوي ځکه که چېرته مونږ په دې وخت کې له کمخونۍ سره مخ شو لومړی خو زمونږ ژوند ته ګواښ پېښېږي بیا وروسته هغه ماشوم چې د مور په نس کې ده.

ټولې هغه ښځې چې غواړې امیدواره شي باید د دې پرېکړې له نیولو تر شیدې ورکولو وخت پورې له فولیک اسید څخه ګټه واخلې. دا چې فولیک اسید له کومو ګټو برخمن درمل دي په دې لیکنه کې په لاندې ډول پرې بحث شوی:

۱ـ کله چې یوه میرمن حمل اخلي نو په دې وخت کې مور له شدیدې کمحونۍ سره مخ کېږي چې د فولیک اسید درملو په خوړلو سره مور ته پېښ شوی ګواښ په پوره توګه له منځه وړي.

۲ـ دحمل په لومړیو ۱۲ اونیو کې د ماشوم په بدن کې یوه برخه د عصبي ټیوب په نامه تشکل کوې چې وروسته ورڅخه دماغ او شوکې نخاع جوړیږې، فولیک اسید د دغې ټیوب په بشپړېدو کې اساسي او مهمه ونډه لرې او د کمښت په صورت کې یې دشوکې نخاع اودماغو مختلفې نقیصې منځته به راځې چې زیاتره بیا جراحې درملنې ته اړتیا پیدا کوې.

۳ـ همدارنګه ځینې نورې ولادې نقیصې مور ته پېښېږي لکه: چاودلې شونډې او چاودلی تالو هم دهمدې ویټامین دکمبود له امله منځته راتلی شي چې باید ډېر احتیاط وشي.

. ۴ـ د فولیک اسید د کمښت په صورت کې د بې مودې ماشوم زیږیدنې، د ماشوم دزیان او LBWیا کموزنه ماشوم دپیدا کیدو سبب کېږي.

۵ـ فولیک اسید د خپله مور لپاره هم ډیر ګټور درمل دي او دځینو په امیدوارۍ پورې تړلو ناروغیو په مخنیوې کې اساسي رول لرې چې دا یې له غوره ګتو څخه ده. چې په لاندې ډول یې یادونه کوو:

الفـ ـ: preeclampsiaچې دا ناروغۍ د مور او ماشوم دواړو لپاره یو ګواښوونکې ناروغې بلل کېږي.

. بـ  دزړه ناروغۍ: دحمل په وخت کې  په زړه هم ځینې اغیزې د حمل راځي چې کیدای شي ځیني یې د دایمې ناروغۍ په څیر راسره تر مرګه پاتې شي.

ج: الزایمر چې یوه عصبې او ناوړه ناروغې ده  او ډېری ورته د ذهن پسېدا په نوم هم یادوی په ډې ناروغۍ کې سړی خپله حافظه له لاسه ورکوې.  او یوه خبره په څو څو ځله له خلکو څخه پوښتنه کوي. نو د حمل پر محال د دې امکان ډېر وي چې مور ته د الزایمر ناروغۍ پیدا شي.

دـ : Stroke یا دماغې سکته.  چې د مور د فالج سبب هم کېږي او په ډژریو وختونو کې د مرګ لامل شي.

په دې توګه ویلی شو چې مور باید تل خپل صحت ته پام وکړي او د فولیک اسید درمل وخوري تر څو د اومیندوارۍ پر مهال او یا هم د حمل څخه وروسته له کومې ستونزې سره مخ نشئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.