امریکا ته د طالبانو تازه ګواښ
خبریال ویبپاڼه/ وسلوالو طالبانو په تازه څرګندونې ویلي چې امریکا دي د دوحې هوکړې سره سم خپل سرتیري له افغانستانه وباسي هغوی ویلي چې د هوکړې ژمنتیا مهمه ده.
د طالب مذارکراتي پلاوی غړي سهیل شاهین په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا تر مي میاشتي پوري وخت چې باید خپل سرتیري له افغانستانه وباسۍ او کچه چیري داسې ونکړي نو له جدي غبرګونونو سره به مخ سي.
هغه هیله ښودلې چې امریکا به حتمن افغانستان د مي میاشتي تر لومړي نېټې پریږدي ځکه اتلس میاشتي وخت يې ونیوی چې دوی له امریکا سره دې هوکړې ته ورسیدل، هغه وویل که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو دوی به د جګړې پر ځای پر سوله زیات تمرکز وکړي.
هغه د خبرو او مذاکراتو موضوع ته په اشارې وویل چې له د امریکا له وتلو وروسته د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته پر رسیدو باندې به اوربند وسي
هغه ټینګار وکړ که امریکا په مي میاشت کې ونه وزي نو داسې فکر به وسي چې ګواکي د دوحې له هوکړي څخه سرغړونه کوي او دوی به یې پر وړاندې جدي غبرګون وښيې.
د طالبانو غبرګون به څه وي؟
طالبانو د امریکا په وړاندې د جدي غبرګون خبره کړې خو دوی بل هیڅ کومه لاره د غبرګون نلري بغیر د بریدونو او جګړې او ښايي چې د مي میاشتي وروسته به پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.
سرتیري وزي؟
د نورو نړیوالو هېوادونو په ګډون چې سرتیري يې افغانستان کې دي امریکا هم تر راتلوونکي نومبر میاشتي پوري د سرتیرو پر پاتي کیدلو فکر کوي راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به د امریکايي سرتیرو پر پاتي کیدلو چې د دې کال تر نومبر میاشتي پوري به په افغانستان کې میشت سي فکر کوي خو ښايي په نومبر میاشت که د سولې تړون او اوربند نه وي سوی نو د طالبانو په وینا له سخت غبرګون سره به مخ سي.
د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم باید په افغانستان کې میشت ټول بهرني سرتیري تر راتلوونکي مي میاشت پوري افغانستان پریږدي خو د امریکا او ناټو خبره بیا داده چې تر حالاتو سمېدلو پوري به بهرني ځواکونه افغانستان کې وي د ناټو یوه غړي هېواد جرمني د خپلو سرتیرو ماموریت تر ۲۰۲۲ کال پوري وغځاوه
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.