The news is by your side.

رښتیا پاکستان افغانستان کې دایمي سوله غواړي؟

خبریال ویبپاڼه/ د مسکو له غونډې را په دې خوا پاکستان د افغان سولې په هکله خورا ګرم ګرم بحثونه ترسر نیولي او د یوه سوله ییز افغانستان په لټه کې د پاکستان نیکمرغي ویني خو رښتیا؟

دوه ورځې وړاندې باجوه او اوس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه بیان کې ویلي چې باثباته افغانستان د دوی او د ټولو په ګټه دی ځکه نو پاکستان په افغانستان دایمي سوله غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي نور باید په افغانستان کې د جګړو لړۍ پای ومومي او د سولې راتګ ته لاره هواره سي د دوی له انده چې د سولې امن را وستلو کې پاکستان مهم رول لري او ځان ته یې امتیاز ورکړی.

دوی بیا هم ټنیګار کړی چې په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده خو دا يې نه دي ویلي چې په دې برخه کې عملي دوی څه کړي دي.

پاکستان ځان ته امیتاز ورکوي

که څه هم وړاندې او اوس مهال یو شمېر هېوادونه پاکستان د افغان سوله کې په رول لوبولو کې دخیل بولي خو ښايي دومره مهم هم نه وي خو پاکستان د روسیې کنفرانسه راپه دې خوا د توجو جلبولو په خاطر ځان ته امتیاز ورکوي او هر چارواکی يې د پاکستان رول په افغان سوله کې مهم بولی دوه ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر قمر باجوه هم ویلي وو، چې د دوحې خبرې د دوی د هڅو برکت که دوی نه وای خبرې به هم نه وای ځکه نو يې پاکستان ته په خپلو خبرو کې امتیاز ورکړ.

تراوسه پوري پاکستان له افغانستان سره په هیڅ لاره کې ثابت قدمه نه دي پاتي سوی او ښايي د سولې  پروسه کې هم ډیر کوښښ وکړي چې خنډون جوړ کړي.

پاکستان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره دوه ورځې وړاندې د افغان سولې پر تړاو د روسیې پلازمینه ماسکو کې د پاکستان په ګډون د طالبانو او افغان دولت مخامخ خبرې ترسره سوې چې ډیره بریده یې هېوادونه او سیاسي ګډون کوونکي بریالۍ بولې هغوی وایي چې دا کنفرانس د دوحې د سولې خبرو لپاره د مرستندوی په ډول اړینې او مهمې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.