The news is by your side.

بايډن: درې ځله و تمبید خو ونه غورځېد

خبریال ویبپاڼه/ بایډن د الوتکې ځینو کې په درې ځله تمبیدو سره د لاس په مرسته بیاهم ځان تکیه کړ او له غورځیدلو وژغورل سو خو بیا يې هم غورځېدلی وبولئ.

کیسه داسې وه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن مرېلنډ کې الوتکې ته ختی چې یو ناڅاپه یې پښې ښوی سوې او په تمبیدو يې پيل وکړ خو دریم ځل ډیر ځمکې ته نژدې سو خو و نه غورځېد.

د امریکا دا بوډا ولسمشر چې د خپلو ساتوونکو بغیر الوتکې ته خیژي اوهغوی ته یوازي سلام کوي د تمبیدو په هکله يې زیات غبرګونونه ښودل سوي خو سپینې ماڼۍ د هغه د سل سلنې جوړتیا ډاډ ورکړی.

بایډن اوس مهال ۷۸ کاله عمر لري چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو په عمر زړو ولسشمر دی په تیر مني کې د بایډن پښه هغه مهال ماته سوه چې له خپلې سپي سره يې  لوبې کولې.

د امریکا په تاریخ کې دا تر ټولو زوړ ولسمشر د امریکا ۴۶ ولسمشر سو چې هغه په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت پال ګوند نوماند او برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۶ ولسمشر سو، خو  تر ټولو زوړ.

بایډن څوک دی؟

بايډن په  ۱۹۴۲د نومبر د  امریکا په  پينسلوانيا ايالات کې  د ايريش/انګرېز الاصله امريکايي مشر جوزيف روبينيټ بايډن چي د تېلو سوداګر وو؛  کورکې نړۍ ته راغلی

بايډن په ۲۵کلنۍ کي له نېليا هانټر سره  واده وکړ چې  دوه زامن او يوه لور ترې پاتي سول او ۱۹۷۲ زیږدیز کال په یوه ټرافیکي پیښه کې ووژل سوه.

هغه کابو یوه لسیزه وروسته د جیل بایډن سره واده وکړ اودوه لوڼې ترې لري، بایډن چې ۲۹ کلن وو سیاست ته مخ کړه او هغه مهال يې د امریکا د مشرانو جرګې غړیتوب تر لاسه کړ.

بایډن د خپل سیاسي ژوند په درشل کې له ۲۰۰۹ څخه د ۲۰۱۶ تر وروستیو پوري د خپل ملګري بارک اوباما مرستیال وو، او په ۲۰۲۰ زیږدیز کال يې خپله څوکۍ نوره هم  لوړه او ځان يې د امریکا ولسمشر کړ

هغه تراوسه پوري مخ په وړاندې ښايي لويي ستونزې ولري  چې به هکله يې باید سمې پریکړې وسي لکه افغانستان په امریکا کې کرونا او دې ته ورته نورې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.