The news is by your side.

عبدالله یې بیا نه مني اندرابي ولې لیري سوی

خبریال ویبپاڼه/ عبدالله په نه منلو کې له خورا لوی شهرت لري او یوځل بیا يې د نه منلو کیسه راپورته سوې هغه د محمد مسعود اندرابي به لیري کولو غبرکون ښودلی.

د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د محمد مسعود اندرابي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر لیري کول ورته د منلو وړ نه دي، په دې هکله سپیدا ماڼۍ ویلي له کوم موده دلیله او مشورې پرته د کورنیو چارو د وزیر ګوښه کول په بیړه پریکړه ده، او د دواړو لورو د هوکړې خلاف کار دی او دوی ته د منلو نه ده.

د افغانستان د ولسمشر د حکم له مخې تیره ورځ محمد مسعود اندرابي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه او پرځای یې د کندهار ولایت مخکنی والي حیات الله حیات د سرپرست وزیر په توګه معرفي سو، د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې بدلون په هکله ویلي چې موخه يې د امنیت ښه تامین او د خلکو خوندي کول دي.

په ورته مهال سرچینې وايي چې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال او سرپرست شامحمود میاخیل قطر کې د افغانستان د سفیر په حیث ټاکل سوی ځکه نو یاسین ضیا د دفاع وزیر اسدالله خالد تر راتګ د ولسمشر د حکم پر اساس د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست سوی د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو وزیر وروسته له هغه لیري کوي چې د کابل په ګډون دافغانستان نژدې په ټولو ولایتونو کې د نا امنیو نوي موجونه راپورته سوي، جګړې بمي چاودنې او هدفي وژنې او ج ته رسیدلې او افغان امنیتي ځواکونه د دې حالت په کابو کولو کې پاتي راغلي ځکه نو افغان ولسمشر تصمیم نیولی چې مسعود اندرابي له وزارته ګوښه کړي.

مسعود اندرابي زیاته موده د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاتي سو او تیره ورځ د ده پرځای حیات الله حیات د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په صفت وګومارل سو، چې له دې وروسته به د کورنیو چارو وزارت چارې مخ ته وړي.

د حیات الله حیات د ګمارنې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د لومړۍ مرستیالي لپاره جنرال محمد ایوب سالنګي ټاکل سوی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.