The news is by your side.

غني د سولې اصلي بیه نه پرې کوي

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر اشرف غني د جګړې د درېدو لپاره له طالبانو د تکراري غوښتنو په لړ کې یو ځل بیا پر دغې ډلې غږ کړی چې خپله ناروا جګړه ودروي او د سولې غږ ته لبیک ووايي.

 نوموړي نن په ارګ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان  په ویاړ په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو د نه وژلو خبره کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې ناروا جګړه جاري ساتلې ده او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

 دده په خبره، طالبان باید په دې ځان پوه کړي چې خپل ورور وژني او د خپلو وروڼو پر وړاندې روانه جګړه باید پای ته ورسوي، تر څو ټول افغانان ګډ او خوښ ژوند وکړي.

هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او طالبانو ته په کار ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په دې توګه په هېواد کې د پردیو په لاس روانه کړې جګړه پای ته ورسوي.

 ولسمشر همدا راز وویل چې افغان حکومت پیاوړې بهرنۍ پالیسي لري او له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې دي او دغه هېواد د خپل موقعیت له امله دایمي دوست او دښمن نه لري له همدې امله افغان حکومت باید خپلې اړیکې په سمه توګه مدیریت کړي.

د جګړې د درېدو لپاره له طالبانو د ولسمشر غني غوښتنه نور بېخي تکراري شوه او هیڅ اثر هم نه لري، ځکه سوله دوه اړخیز تعامل ته اړتیا لري او دواړه لوري باید انعطاف وښيي.

غني له طالبانو سوله غواړي، خو موقت حکومت نه غواړي او ټینګار یې دا دی چې د ټاکنو له لارې واک بل چاته سپاري، چې دا پخپله د سولې د اصلي قیمت نه پرې کول دي.

ولسمشر باید په دې پوه شي چې د سولې قیمت د ده تر څوکۍ څو چنده لوړ دی او باید اصلي بیه پرې کړي او واک پرېږدي، ځکه دا د امریکا غوښتنه هم ده چې کولای شي د موقت حکومت د رامنځته کېدو له لارې سوله تامین کړي.

په وطن کې سور اور بل دی او د جګړې لمن تر ښارونو پورې رسېدلې ده، هلته د سولې خبرې پڅې دي او کال هم نوی شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance