The news is by your side.

ایا پاکستان به طالبان اوربند ته وهڅوي؟

خبریال وېبپاڼه/ د سولې په اړه د مسکو تر غونډې وروسته اوس د اوربند او اورکم مسله ډېره کښته او پورته کېږي، طالبانو ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې چې د تطبیق په اړه یې پرېکړه لا نه ده شوې، همدا راز امریکا بیا ویلي چې طالبان باید اوربند او یا هم اوربند ته غاړه کېږدي.

دلته اصلي خبره دا ده چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي، که پاکستان وغواړي، طالب ډله په ډېره اسانۍ اوربند ته مجبوروي خو که پاکستان ونه غواړي، بیا نو دا ډبره بند وبوله، بله دا چې پاکستان تل دا وعدې کړې دي چې د جګړې په کمښت کې به مرسته کوي.

د اوربند له‌پاره افغانان خورا تږي دي، خو د پاکستاني مقاماتو دغسې وعدې له کلونو کلونو راهیسې افغانان اوري، مګر په عمل کې نه د تاوتریخوالي کمېدلو شاهدان دي او نه اوربند ته د رسېدلو.

دغو مواردو يو شمېر پوښتنې راولاړې کړې دي، په دې معنا چې افغان حکومت او ولس څنګه دا اعتماد وکړي چې پاکستان به دا ځل په خپله ژمنه کې صادق وي؟ آیا دغه هېواد واقعاً په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدلو او د اوربند د ټینګښت پلوی دی؟ دغه هېواد په افغانستان کې د اوربند ټینګښت او تاوتریخوالي د کمولو له‌پاره څه کولای شي؟ دا پوښتنې ځکه مطرح کېږي چې له یوې خوا د پاکستان صدراعظم عمران‌خان ژمنه کوي چې په افغانستان کې به د شخړې کمولو او اوربند ته د رسېدو له‌پاره هڅه کوي، خو بل لور ته بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، سره له دې چې دوی د شخړې او تشدد د کمېدو لېواله دي، خو د شخړې د دوام مسوولیت او پړه طالبانو ته نه‌شي راجع کېدلی.

د قریشي له خولې د دغسې خبرې اورېدل نه‌یوازې د عمران‌خان ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې په دې معنا هم ده چې د دغه هېواد چارواکي په رښتینې معنا د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدلو پلویان نه‌دي او د افغان حکومت او ولس په سترګو کې خاورې شیندي. دا خبره په دې بنسټ کېږي چې پاکستاني مقامات له شتو واقعیتونو سترګې پټوي او د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په رابطه د افغان حکومت او ولس درخواستونه او غوښتنې نادیده نیسي. ایا پاکستاني مقامات له دې بې‌خبره دي چې افغان ولس د اوربند ټینګښت له‌پاره د افغانستان په هر ګوټ کې غږ اوچت کړی او افغان حکومت له امریکایانو سره د طالبانو د مذاکراتو له پیل راهیسې بیا تر ننه د اوربند غوښتنه کوي.

په هرحال د افغانانو عمومي غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې شخړې او تشدد کم شي، دایمي اوربند ټینګ شي او ټول ولس د سولې په فضا کې ژوند وکړي. د دې ترڅنګ افغان ولس له خپلو ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان چین او هند او بالاخره په ټوله کې له نړیوالې ټولنې هیله‌ لري چې د افغانستان سولې له بهیر سره صادقانه چلند وکړي او افغانان د خپلو ګټو او منافعو قرباني نه‌کړي.

لنډه دا که چېرې پاکستان واقعاً په افغانستان کې سوله غواړي او لکه څنګه چې عمران‌خان له جمهور رییس غني سره ژمنه کړې چې د تاوتریخوالي په راکمولو او د اوربند په ټینګښت کې به مرسته وکړي، نو دا ژمنه دې په عمل کې ثابته کړي او د افغانستان حکومت وسله‌وال مخالفان دې د تاوتریخوالي کمولو او د اوربند ټینګښت پر وړاندې تمکین‌کولو ته راکاږي، له دې پرته ناشونې او د نه‌منلو وړ ده چې د پاکستان ښه نیت په رابطه دې قضاوت وشي او د دغه هېواد په اړوند دې د افغانانو او نړیوالو لیدلوری بدل شي.

هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.