The news is by your side.

دفاع وزارت: د عليپور په وړاندې زوروعلمیات پر لاره دي

 خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې د علیپور غیري مسؤلو وسلوالو له لوري د میدان وردګ بهسودو ولسوالۍ د افغان ملي پوځ یوه چورلکه په نښه او وغورځوله د افغان حکومت سخت غبرګونونه او غوسه يې را وپاروله چې له ولسمشره تر ولسکشرو وویل چې د دې پیښي عاملینو ته به سخته سزا ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت په خپل نوي بیان کې یوځل بیا ژمنه تازه کړې چې د علیپور وطن دسمنه ډلې په وړاندې يې خپل عملیات پیل کړي او دې سیمې ته نور ځواکونه هم پر لاره دي ترڅو دا ډله په ښه توګه سره وځپل سي.

دې وزارت په بیان کې ویلي تیره ورځ هم د علیپورد وسلوالو په وړاندې عملیات سوي خو دې وسلوالو کوم مقاومت نه دی ښکاره کړی او بغیر له مقاومته پر شا تمبول سوي دي بیان وايي د دې ډلې د سم ځپلو لپاره لاهم ډير سرتیري پر لاره دي ترڅو دې سیمې ته ولاړ سي او د علیپور د غیري مسؤلو په وړاندې جګړه وکړي.

تراوسه افغان دولت لا هم د خپلو نهو سرتیرو د قربانۍ بدله نه ده اخیستې افغان ولسمشر، د دفاع وزارت سرپرست نظامي چارواکو د هېواد د ملي امنیت سلاکار په ډیره سخته لحجه ویلي وو، چې د عالیپور وسلې ډلې په وړاندې به سخت اقدامات ترسره کوي خو یوازي له یوه بریده چې د علیپور ۱۲ وسلوال پکښي ووژل سول تراوسه د بلې لاس ته راوړنې خبر دولت نه دی ورکړی.

دولت ویلي په دې هکله بې تفاوته نه پاتیږي او د خپلو وژل سویو سرتیرو او پلیوټانو غچ به اخلي په دې پیښه کې ۵ د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه او څلور د چورلکې عمله چې  پیلوټ محمدرحیم کریمي هم شامل وو، ژوند له لاسه ورکړ.

محمد رحیم کریمي د افغان پوځ هغه پیلوټ وو، کله چې پر ۴۰۰ بستریز روغتون ډله ییز برید ترسره سو خپله چورلکه يې د روغتون پر ودانۍ کښېنوله او سلګونه هېوادوال يې د مرګ له کومې وژغورل خو د علیپور وسلوالو په بې رحمانه ډول سره له منځه یو وړ، له دې سره چې دولتي چارواکو په دې هکله توغند غیرګون وښود په محلي کچه هم دا پیښه وغندل سوه او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وسوه.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.