The news is by your side.

صالح د علیپور په وړاندې خاموشي ماته کړه

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بهسودو غوندي پیښي تر هرچا ژر غبرګون ښودی خو د علیپور ترسره کړي جنایت ته يې له څلورو ورځو وروسته غبرګون ښودلی او دا یي جنایت بللی.

صالح پر خپل ټویټر باندي لیکلي چې افغان ځواکونو هیڅ عملیات په سیمه کې نه درلودل او د افغان ځواکونو سره دا ډل کړنه ستر جنایت دی، هغه د دې پیښي عامل او عامیلینو ته د سختې سزا ورکولو خبره وکړه.

هغه وویل چې دې پیښي ته باید د قوم رنګ ورنکړل سي، د ده په وینا افغان ملي پوځ ته د عملیاتو کولو لپاره د کوم خاص قوم او سیمې پر ضد نه دي ویل سوي.

په ورته وخت د افغانستان دفاع وزارت د عليپور په وړاندې د عملیاتو کولو ویلي

وروسته له هغه چې د علیپور غیري مسؤلو وسلوالو له لوري د میدان وردګ بهسودو ولسوالۍ د افغان ملي پوځ یوه چورلکه په نښه او وغورځوله د افغان حکومت سخت غبرګونونه او غوسه يې را وپاروله چې له ولسمشره تر ولسکشرو وویل چې د دې پیښي عاملینو ته به سخته سزا ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت په خپل نوي بیان کې یوځل بیا ژمنه تازه کړې چې د علیپور وطن دسمنه ډلې په وړاندې يې خپل عملیات پیل کړي او دې سیمې ته نور ځواکونه هم پر لاره دي ترڅو دا ډله په ښه توګه سره وځپل سي.

دې وزارت په بیان کې ویلي تیره ورځ هم د علیپورد وسلوالو په وړاندې عملیات سوي خو دې وسلوالو کوم مقاومت نه دی ښکاره کړی او بغیر له مقاومته پر شا تمبول سوي دي بیان وايي د دې ډلې د سم ځپلو لپاره لاهم ډير سرتیري پر لاره دي ترڅو دې سیمې ته ولاړ سي او د علیپور د غیري مسؤلو په وړاندې جګړه وکړي.

تراوسه افغان دولت لا هم د خپلو نهو سرتیرو د قربانۍ بدله نه ده اخیستې افغان ولسمشر، د دفاع وزارت سرپرست نظامي چارواکو د هېواد د ملي امنیت سلاکار په ډیره سخته لحجه ویلي وو، چې د عالیپور وسلې ډلې په وړاندې به سخت اقدامات ترسره کوي خو یوازي له یوه بریده چې د علیپور ۱۲ وسلوال پکښي ووژل سول تراوسه د بلې لاس ته راوړنې خبر دولت نه دی ورکړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.