The news is by your side.

د پاکستان جابر پوځ څلور بلوڅ ماشومان شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ تېره ورځ د بلوچستان په بنو جاني خيل سیمه کې د پا کستان پوځ څلور کم عمره ماشومان په ډزو شهیدان کړي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې یاد شهیدان شوي هلکان دوه اوونۍ وړاندې له خپل کلي څخه د پاکستان پوځ له ځان سره بیولي وو، چې تېره ورځ یې جسدونه د جاني خيل پویه سیمې څخه تر لاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې اوس مهال په یاده سیمه کې د خلکو له لوري د پاکستان د پوځ پر ضد لاریو روان دی او د شهیدو شویو ماشومانو جسدونه یې هم له ځان سره راوړي دي.

د پښتون ژرغورنې غورځنګ مخکښو غړو، ګلالۍ اسماعیل او محسن داوړ هم پر خپلو ټوېټر پاڼو د یادو پېښو په اړه لیکلي، چې دا ډول کړنې د پاکستاني پوځ نه هېرېدونکی ظلم دی، چې لاهم دوام لري.

څه موده وړاندې د پاکستان پوځ یوه بلوڅ مدني فعاله، هاني ګل هم د خپلو حقونو د غوښتنو له کبله شهیده وه.

بلوڅ ملتپالو د خپلې زادۍ لپاره مبارزه پیل کړې ده، خو د پاکستان ظالم پوځ یې نه پرېږدي چې یو ازاد او خپلواک بلوچستان جوړ شي، ځکه بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی او پاکستانی حکومت غواړي چې د دغه ایالت طبیعي منابع په خپله ګټه وکاروي او هلته مېشت بلوڅان او پښتانه په محرومیت کې ژوند وکړي.

بلوڅانو په خپله دغه اوږدمهاله مبارزه کې زرګونه کسان له لاسه ورکړي دي خو بیا یې هم مبارزه نه ده پريښې او د پاکستاني حکومت په مقابل کې په مېړانه ولاړ دي، چې وخت ناوخته پاکستاني پوځیان هم په نښه کوي.

وسله‌والو بلوڅو پرون هم د بلوچستان په تربت او خضدار سيمو کې د پاکستاني پوځيانو دوه موټر په بمونو الوځولي او تر لسو زيات عسکر يې پکې مړه او ژوبل کړي دي.

د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ ويلي دي چې چاودنه يې د تربت په ابسر بازار کې د پاکستاني پوځيانو پر موټر کړې، درې تنه يې پکې وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.

دی وايي، تر څو چې پاکستاني پوځيان د دوی له سيمو وتلي نه وي، ژوندي يې نه پرېږدي او یوازېنۍ موخه یې د بلوچستان ازادول دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.