د پاکستان سیاست هم پرماتیدو دی
خبریال ویبپاڼه/ پاکستان له اقتصادي او دولتي ماتې وروسته اوس د سیاسي ماتې په درشل کې دی او د سیاسي ګوندو ترمنځ ائتیلاف یا جوړښت يې د له منځه تللو په حال کې دی.
د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو پي ډي ام یا ائتلاف رامنځ ته کړه چې د دولت په وړاندې يې د اپوزیسون په شکل یو قوي تړون رامنځ ته کړ او تل به یې په یوه ږغ سره پر دولت نیوکې کولې او غوښتنې به يې ترې کولې.
ویل کیږي چې د پاکستان د مختلفو ګوندو په دې ائتلاف کې د مسلم لیک نواز ډلې او پیپلز ګوند ترمنځ د اختلافاتو د دې لامل سوي چې د سنا جرګې پر مشرۍ هم جنجالونه رامنځ ته سي.
د پاکستان سنا جرګي مشري ته د پي ډي ایم نوماند د پیپلز ګوند مشر یوسف رضا ګیلاني وو، چې و یې نسو کولای دا چوکۍ ترلاسه کړي اوس پیپلز ګوند په سنا جرګه کې د لوی ګوند د ادعا په کوو بیرته غواړي دا چوکۍ لاس ته راوړي.
بل پلو د مسلم لیک ګوند مرستیالې مریم نواز له یو شمېر سیاسونو تر لیدنې وروسته ویلي چې د سنا جرګې مشري باید د دوی د ګوند وي چې په دې سره د پي ډي ام ائتلاف ترمنځ اختلافات او ښايي دا جوړښت هم مخ پر زوال سي.
پاکستان لا له وړاندې د یو لوی اقتصادي بهران سره مخ وو، چې په سیمه کې يې د یوه قرضدار هېواد په توګه ریګارډ جوړ کړی او له یو شمېر هېوادونو څخه زرګونه میلیونه ډالر پوره وړی دی.
پاکستان د دې ترڅنګ چې له دې ټولو ستونزو سره لاس اوګریوان دی دا مهال د ایف ای ټی اف په خړ لیست کې هم کرار لري، دې لیست ته پاکستان په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې اضافه سو چې له هغه راوروسته یې میلیاردونه ډالر زیان لیدلی او ځان یې یوازي په قرض اخیستلو سره ساتلی.
د ترهګرۍ د مالي مرستو او پیسو د غیري قانوني لیږد د څار سازمان یا ایف ای ټي ایف په خپله تازه درې ورځنۍ غونډه کې تر راتلوونکي جون میاشت پوري لاهم په دې لیست کې د پاکستان د ساتلو پریکړه کړې
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.