The news is by your side.

د ترکیې کنفرانس کې د غني او ملاهیبت د ګډون شرایط وړاندې سول

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې په هکله د ترکیې په استانبول کې کنفرانس جوړیږي چې د افغان سولې او راتلوونکو پرمختګونو په هکله پکښي بحث کیږي، او موخه يې همداده چې څومره ژر کیدلای سي افغان جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي.

په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره لا له وړاندې طالبانو او افغان دولت خپلو پلاوو، د ګډون خبره کړې څلور ورې وړاندې د افغان سولې په تړاو ماسکو کې هم ورته کنفرانس جوړ سوی وو.

د افغان سولې لپاره د مرکه چي پلاوي مشر معصوم ستانګزي په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي که چیري ملا هیبت الله د ترکیې کنفرانس کې ګډون وکړي نو افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.

ښاغلي ستانګزي وویل د ترکیې کنفرانس د افغان سولې لپاره خورا مهم وباله خو زیاته یې کړه چې ټولو مسایل به د دې کنفرانس له لوري حل نه سي.

د هغه په خبره په افغانستان کې باید داسې نظام رامنځ ته سي چې وګړي يې د ټاکلو، او بیا ازادي حقونه ولري ترڅو له ټولوهوکړو سره سم وي.

تراوسه پوري د ترکیې د کنفرانس په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو د سولې په برخه کې د یوه مهم چارواکي خبرې ښايي هیله بخښوونکې او  دې کنفرانس ته څه هیلې پیدا سي خو ستانګزي ټینګار کړی چې د ټولو مسایلو لپاره دا کنفرانس بسنه نکوي چې دا بیرته د دوحې خبرو ته اشاره ده او ښايي له دې کنفرانس وروسته افغان دولت اوطالبان بیرته دوحې ته مراجعه وکړي ترڅو د دوی له انده پر پاتي موضوعاتو باندې هلته بحث وسي.

څومره امکان لري چې هیبت او  غني به په دې خبرو کې ګډون وکړي؟

تراوسه پوري یوازي دا څرګندونې  د معصوم ستانګزي له خولې اوریدل سوې هغه یوازي په مشروطه ډول سره د غني په حق دا خبره کړې او له دې څخه داسې مالومیږي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله هم دومره ازادي لري چې وکړای سي سفر وکړي او په دې مهمو ناستو کې ګډون وکړي خو دا چې څومره امکان ولري دا به راتلوونکی مالومه کړي.

تراوسه پوري که هرڅومر کنفرانسونه او ناستې ترسره سوې خو په افغانستان کې يې د جګړې اور نه دی مړ کړی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance