The news is by your side.

امیتابچن د فلم غوره جایزه ترلاسه کړه

خبریال ویبپاڼه/ هندي سېنما وتلی او بوډا ستوري امیتابچن اوس هم په فلمي نړۍ کې خورا لوی نوم او انرژي لري هغه د فلم نړیوال ارشیف فدراسیون له لوري دfiaf په نوم جایزې ګټوونکی سوی

راپورونه وایي دې ادارې امیتابچن ته ځکه دا جایزه ورکړه چې د فلم نړیوال میراث په ساتنه يې مهم سهم او رول درلود ښاغلي بچن د جایزې تر لاسه کولو وروسته وویل چې زه د یوه هنرمند په صفت په دې باوري یم چې موږ دې ته ګمارل سویو هغه څه چې رامنځ ته کوو، باید ویې ساتو.

هغه زیاته کړه چې دا زموږ د علاقې معرفت دی او زموږ مینه له خپل ژوند او هنر سره ښيې او ښکاروندويي يې کوي د هغه دا خبرې په ژوندۍ بڼه له ممبئي، لوزان او بروکسل ښارونو څخه خپرېدې.

په ۲۰۰۱ کال دا جایزه د هالیوډ سېنما وتلي ډایرکټر، مارتین سکور سیزي، د  لومړي ځل لپاره وګټله، امیتابچن پوره پنځوس کاله خپل فلمي فعالیتونو کې ۲۰۰ ډیرو فلمونو کې کار وکړ، او د هغه د دې کارکردګیو ستاینه وسوله، مارتین وویل بچن یو نومیالی هنر مند دی چې د خپل شهرت او هڅو د سینما د میراث په برخه کې سهیم پاتي سوی.

د امیتابچن ژوند او هنر

د بالیوډ نړۍ دغه نامتو ستوری په ۱۹۴۲ زیږدیز کال کې زیږدلی هغه د مشهوره هندي شاعر هریوانشراج بچن زوی او مور یې تیجي بچن د سیک مذهب له پیروانو څخه وه.

امیتابچن ته هندیان په القابي توګه د بیګ باس، یا ستر مشرنوم کاروي هغه له ۱۹۶۹ کال را په دېخوا په فلمي نړۍ کې د خپلو بریاوو دروازه خلاصه کړه، هغه  د هنري ژوند په درشل کې دریو فلمونو، پرکاش مهره، زنجیر، دیش چوپړه شعلي کې راڅرګند او ډیر شهرت یې ترلاسه کړ، چې وروسته يې د بالیوډ نړۍ ځان ته یو لوی ارزښتمند ځای پیدا کړ.

دغه نومیالی هنرمند د ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د خپل یوه فلم خداګوا د یو شمېر صحنو د ثبت لپاره افغانستان ته هم راغلی او په دې فلم کې د یوې افغاني قبیلې د مشر په حیث خپل رول اداکړ.

دغه بریالی هنرمند په دې زاړه عمر لاهم د خپلو بریالیو پوړیو ځینو ته خیژي او لاهم انرژي لري چې جایزې وګټي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.