د چین او قطر ترمنځ تاریخي تړون لاسلیک شو
خبريال ویبپاڼه- چين او قطر یوه تاریخي توافقنامه لاسليک کړه، د انرژۍ په سکتور کې د چين او قطر ترمنځ دا تاریخي تړون به د لسو کلونو لپاره وخت ولری او په دې موده کې به قطر هر کال چين ته دوه ميليونه ټنه مایع ګاز صادر کړي.
چين په سيمه کې يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د خليجي هېوادونو څخه خپل د اړتيا وړ د انرژي مواد تامینوي، په ایران باندې د وروستیو بندیزونو وروسته چین د نورو خليجي هېوادونو سره د انرژۍ راکړه ورکړه زیاته کړه او په دې ډول یې د ننه خپله زياتېدونکې اړتيا پوره کړه.
د چين او قطر ترمنځ ددې تاریخي توافق خبر د قطر د پطروليم شرکت ورکړ، ددې شرکت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا تړون د قطر پطروليم او سينوپک ګروپ ترمنځ لاسليک شو.
دغه تړون په انلاين ډول د قطر د انرژۍ د وزير، د قطر پطروليم د مشر او د چين د سينوپک ګروپ د شرکت د مشر ترمنځ لاسليک شو، ددې تړون په بنسټ قطر به د ۲۰۲۲ م کال له پيل څخه چين ته هر کال دوه ميليونه ټنه مايع ګاز ورکوي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ م کال کې قطر چين د مايع ګاز صادرات پيل کړي و خو ددې نوې توافقنامې سره به دا صادارات د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخ ترټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
په چین کې تولید ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او ددې تولید لپاره بدون د شکه چې زياته انرژي پکار ده، د بل لوري په خليجي هېوادونو کې چېرته چې د انرژۍ د موادو ډول ډول معدنونه پرېمانه دي تولید په ډېره ټيټه کچه شتون لري، نو له همدې کبله د خليج انرژي د چين د توليداتو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د چین او قطر ترمنځ دا تړون په داسې وخت کې لاسليک کېږي چې تازه د خليجي هېوادونو له لارې د قطر اقتصادي محاصره د خلاصېدو په حال کې ده، د چين او قطر همکاري ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او دا هغه څه دي چې د خليج هېوادونه په ځانګړي ډول عربي متحده امارات او سعودي عربستان سخته ناراحته کوي.
خليجي هيوادونو خو کاله وړاندې په قطر باندې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول هر ډول سرحد یې ورسره وتاړه او ان داسې اوازې خپره شوې چې سعودي عربستان په دې هېواد باندې حمله کوي.
خو اوس چې د قطر اقتصادي حالت له دې بندیزونو چندان اغیزمن نشو دې هیوادونو بېرته بنديزونه لرې کړل او د قطر سره د اړيکو د ښه کیدو په هڅه کې شول.
په دې موده کې د قطر او چين، ترکیې او ایران همکاري زياته شوه او په دې ډول د قطر اقتصاد په پښو ولاړ پاتې شو او خليجي هېوادونو له لوري ورته ورکړل شوی هېڅ فرمايش یې هم ونه مانه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.