طالبان هم د منځګړي مخالفت کوي هم ورته لاره جوړوي
خبريال وېبپاڼه- طالبانو پرون په خپله رسمي وېبپاڼه کې يوه اوږده ليکنه خپره کړه چې د افغانستان د سولې د خبرو يا د بين الافغاني خبرو په هکله یې د بهرنیو هېوادونو په دریځ باندې نیوکه کړې وه.
طالبانو له بهرنیو هېوادونو غوښتي و چې په بين الافغاني خبرو کې مداخله ددې هېواد په کورنيو چارو کې مداخله ده او نه بايد دا کار ترسره شي.
د طالبانو دا خبره په خپل ځای ښه خبره ده، هیڅوک نه غواړي چې د هېواد په چارو کې يې بهرنيان لاس ووهي، خو خبره هلته ګډوډېږي کله چې د طالبانو رويې ته وکتل شي.
نور هېوادونه ځکه په بين الافغاني خبرو کې مداخله کوي چې پخپله بين الافغاني لوري په هېڅ مسله باندې کوم توافق ته نه رسېږي، نو مجبور بهرني لوري مداخله کوي.
د دریو میاشتو څخه زيات وخت په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت استازو په خبرو تېر کړ خو په دومره وخت کې تراوسه صرف د خبرو د اجنډا په مسله باندې سلا نشول، په هغه کې هم بيا د طالبانو لوري د خبرو مېز پرېښود په چکرو یې پيل وکړ، نو نړۍ څنګه مداخله ونکړي چې طالبان په تهران او مسکو کې چکرې وهي، افغان هيئت په دوحه کې ددوی په تمه وي او په افغانستان کې د جګړې اور د خلکو ژوند اخلي.
د بل لوري د امریکا متحده ایالات نور په افغانستان کې د يوې بلې ناکامۍ حوصله نلري، د يوې خوا اوس که څه هم افغان چارواکي یې چندان اورېدل نه خوښوي خو ډېری نړيوال اوس دا خبره ښکاره کوي چې امريکا په افغان جګړه کې ماته خوړلې ده.
نو که افغان مذاکرات له ماتې سره مخ کېږي او افغانستان بيا يوې کورنۍ جګړې ته ځي دا به د امريکا لپاره یوه بله ناکامي وي، امریکا بله ناکامي نه غواړي او که چېرې داسې وي چې دواړه افغان لوري په خپلو کې نه سره جوړېږي نو بيا به خامخا نړيوال مداخله کوي او خپله طرحه به مخکې کوي.
که څه هم طالبانو بار بار له دې وړاندې ويلي و چې د امريکايانو سره تر جوړېدو وروسته د افغانانو سره جوړېدل ورته آسانه کار دی ځکه چې افغانان پخپلو ژر جوړيدلاي شي خو اوس ښکاري داسې چې دا خبره صرف يو شعار و.
داسې هم نه ده چې د دوحې په بين الافغاني خبرو کې به حکومت ټګي برګي نه وي کړې، خو دا خبره هم واضح ده چې طالبانو ددې خبرو په جریان کې ځېنې داسې وړانديزونه وکړل چې د حکومت لپاره د هغوی منلو هیڅ معقوليت نه درلود.
د مثال په ډول طالبانو د افغان حکومت څخه غوښتل چې پاتې اوه زره بندیان هم خلاص کړي او د بل لوري بيا ددوی د مشرانو نومونه هم د تور لېست څخه لرې کړي.
طالبان به ددې په بدل کې څه کوي؟ خبرو ته به دوام ورکوي، که نه مېز پرېږدي او د تهران او مسکو په لاره ځي، په دې ډول خو د روغې جوړې لاره د حکومت څخه ډېر طالبان ګرانوي.
ليکوال؛ تاج محمد ارين
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.