The news is by your side.

فرانس ۲۴: که امریکایان ووځي، طالبان واک نیسي

خبریال وېبپاڼه/ د افرانس ۲۴ په نوم یوې ټلویزیوني شبکې د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړی او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتل یې د جدي اندېښنې وړ موضوع بللې ده.

په راپور کې راغلي، چې که امریکایان له افغانستانه ووځي، قوي احتمال شته چې دلته بیا طالبان واک ته ورسېږي او اوسنی نیم او نیم کله حکومت او را وپرځوي.

راپور کې زیاته شوې، چې امریکا باید له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه له پوره دقت څخه کار واخلي او داسې کار ونه کړي چې د افغانستان تېرې شل کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

سرچینه کاږي، چې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره برنامه ولري او په خورا تدبیر له دغه هېواد څخه خپل سرتېري وباسي، تر څو بیا د ترهګرو او طالبانو د واک اخیستو چانس کم شي.

د سرچینې په وینا، افغانستان چې د ترهګرو امن پټنځای و، اوس ترې د نړیوالو ترهګرو د حضور ډېر راپورونه نه ورکول کېږي او دا لاسته راوړنه چې د افغان او امریکایي ځواکونو د سرونو په قربانیو لاسته راغلې ده، امریکا ته په کار ده چې دې قربانیو ته په درناوي په خورا تدبیر خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي څو یو ځل بیا دا هېواد د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي.

راپور کې دا هم راغلي چې د امریکایي ځواکونو بې پروګرامه وتل به د ماتې مانا ولري او په پایله کې به یې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېږي او دا به نه جبرانېدونکې اشتباه وي، چې بیا به پښیماني هیڅ ګټه ونه کړي.

تر دې وړاندې ناټو هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې و چې د جو بایډن اداره باید په دې اړه له سره غور وکړي.

ټاکل شوې ده چې د مې په میاشت کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې د تړون پر اساس امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو په دې اړه لا هم نهايي پرېکړه نه ده شوې او بایډن د خپلو سرتېرو ایستل د سولې له پرمختګ سره تړلي بولي.

هلته بیا طالبان لاس په ماشه ولاړ دي او وايي چې که امریکایان د دوحې د تړون له مخې په ټاکلې نېټه ونه وځي، نو تر سختو بریدونو لاندې به یې ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.