د سعودي عرب د اوربند وړانديز ته حيرانونکی ځواب

خبريال وېبپاڼه- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزرات په رسمي ډول په یمن کې حوثي ياغيانو ته د اوربند وړانديز کړی دی، خو ځايي رسنۍ وايي چې حوثيانو د سعودي عربستان دغه اوربند رد کړي دی.

وروسته له هغه چې د امريکا په ټاکنو کې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ماتې وخوړه، نو سعودي عربستان هم په سيمه کې د يوازې پاتې کېدو سره مخ شو.

ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان سره د ميلياردونو ډالرو په مقابل کې د ايران په وړاندې نظامي او سياسي مرسته کوله خو اوس جوبایډن بيا په سعودي عربستان باندې دا ډول مرسته په فوري ډول قطعه کړه.

په سيمه کې د ايران او سعودي عربستان د سيالۍ يو قرباني هم یمن و، په یمن کې د سعودي عربستان او عربي ايتلاف پوځيانو درانه عملیات وکړل خو اوس چې د امريکا د متحده ايالاتو نوي ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د يمن حوثیان نور د تروريستي ډلو له لېست څخه لرې کوي نو سعودي عربستان په سياسي ډول په یمن کې سخت ګوزار وخوړ.

د سعودي عربستان د سر څخه د امريکا د حکومت د لاس د لرې کېدو وروسته په ټولو برخو کې دغه هېواد د سخت ضعف او بې وسۍ سره مخ شوي دی.

په يمن کې ددې هېواد لاس اوس تر بل هروخت لنډ دی له همدې کبله یو ډول غواړي چې ددې هېواد د جنجال څخه اوس ځان وباسي، له همدې کبله يې د ايران د ملاتړ څخه د برخمنو حوثیانو په وړاندې اوربند اعلان کړ او ورسره يې وويل چې که چېرې حوثیان اوربند ومني نو د ټولو جبهو څخه به په شا شي.

خو حوثيانو د سعودي عربستان په دې وړانديز باندې خيال نه دی راوړی او ویلي يې دي چې سعودي عربستان تل دا ډول خبرې کوي.

د سعودي عربستان وېره یوازې له دې څخه نده چې امريکا یې ملاتړ پرېښي بلکې اوس حوثیان ډول ډول ډرون الوتکو ته لاسرسی لري او دې الوتکو په دې وروستيو کې څو ځله د سعودي عربستان د تېلو ترټولو مهم تاسیسات په نښه کړل.

داسې ښکاري چې سعودي عربستان له هر لوري راګير دي اوس په نو صرف د ځان خلاصولو په هڅه کې دی، په سيمه کې نور د هېڅ ډول سيالۍ تاب پکې نه دی پاتې او یو ډول غواړي چې مخکې له دې چې په دې مسايلو کې غرق سي ځان ترې وباسي.

حوثیان چې يو وخت په ضعيف حالت کې و اوس د سعودي عربستان د سوال اوربند ته هم د پسخند ځواب ورکوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More