The news is by your side.

ناټو به د افغانستان په هکله مهمه پریکړه وکړي

خبریال ویبپاڼه/ موده وړاندې د افغانستان په هکله د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره سوه چې اوس به د ناټو د بهرنیوچارو وزیرانو غونډه ترسره سي.

راپورونه وايي چې نن به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره او په یو لړ مهمو مسایلو به بحث وسي په دې  غونډه کې به هم په افغانستان کې ناټو د ماموریت په هکله مهمو بحثونه تر نظر لاندې ونیول سي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې د دې غونډې په هکله وویل چې ټول غړي هېوادونه به لومړی د امریکا او طالبانو هوکړه و ارزوي او د افغانستان دروانو حالاتو په هکله به پریکړه کوي.

د امریکا او طالبانو د هوکړي له مخې باید ټول بهرني سرتیري چې افغانستان کې شتون لري د راتلوونکي مي  میاشتي پوري باید له افغانستانه ووزي خو تراوسه پوري له نیوزیلنډ هېواد ماسیوا چې حپل سرتیري د مي په میاشت کې له افغانستسانه باسي بل هیڅ هېواد داسې پریکړه تراوسه نه ده کړې.

د ناټو منشي  هم وویل د مي میاشتي په رانژدې کیدلو سره موږ باید بحث او مشوررې او همدا به اصلي موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیرانو د بحث وړ موضوع به وي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پرداسې مهال دا غونډه کوي  چې اوس هم په افغانستان کې د جګړې شدت د پخوا غوندي دی او خلک يې په اندېښنه کې اچولي

په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته سفر کړی او دلته يې د افغان ولسمشر او  یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي او پرمهمو موضوعاتو يې خبرې کړې هغه ویلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه یوازي د جو بایډن سره ده چې باسي يې که یانه، خو  داسې ویل کیږي چې بایډن به د مي میاشتي نه بلکي  راتلوونکي ډسمبر میاشتي پوري د خپلو سرتیرو پر پاتي کیدلو باندې فکر وکړي او همدارنګه د ناټو غړو هېوادونو د سرتیري په هکله هم همداسې فکر کیږي.

تراوسه پوري د ناټو چوکاټ کې ۷زره بهرني او دوه نیم زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې په پوځي دندو بوخت دي چې ښايي خپلې دندې وغځوي

Comments are closed.