The news is by your side.

بریتانیا پوځیان کموي خو روبوټان ګماري

خبریال ویبپاڼه/ نړۍ د پرمختګ په درشل ورځ تر بلې وړاندې ځي او د نورو ټولنیزو پرمختګونو ترڅنګ ډیری هېوادونه کوښښ  کوي ترڅو په پوځي  برخه کې هم نوښت او پرمختګونه وکړي.

د بریتانیا هېواد په خپله تازه پریکړه کې ویلي چې د پوځ لیکو کې د سرتیرو په کمښت رامنځ ته کوي خو تشه په عصري ټکنالوژۍ ډکوي او د پوځ په لیکو کې به د پرمختګ پر پله روبوټان او ډرون وګماري.

دې هېواد د ځان لپاره بریا په عصري ټکنالوژۍ کې لیدلې او غواړي چې د سایبري جګړې لپاره خپل چمتوالی ونیسي بریتانیا به د خپلو سرتیرو شمېر ۱۰۰۰۰ ته راکم کړي چې تشه به يې منصوعي انسانان یا روبوټان ډکه کړي.

کیدلای سي د بریتانیا دولت خپله دا پریکړه یوازي په محلي کچه پلې کړي په دې سره به د ځینو ټانګونو او الوتکو په شمېر کې کمبود راسي خو ښايي د سمندري بیړیو، او سرتیرو په شمېر کې زیاتون رامنځ ته سي.

د دې هېواد د عادي عسکرو شمېر به په دې پریکړه سره یوازي ۷۰۰۰۰ ته  راټیټ سي په وروستیو کلونو کې د بریتانیا د عادي عسکرو شمېر ټیټ سوی.

د دې هېوااد د دفاع وزیر بن والاس په خپلو خبرو کې ویلي دوی به د دفاعي بودیجې د زیاتولو په هکله پریکړه وکړي او ښايي دوی ته د عصري  کیدلو دا پریکړه لګښتونه هم ولري.

وړاندي کلونه د بریتانیا دعادي عسکرو شمېر تر اوس مهال خورا زیات وو، لکه په ۲۰۱۵ کال کې د عادي عسکرو شمېر ۶۸۰۸۰ وو، خو اوس دا شمېر ۸۰۰۰۰ زره کسانو ټیټ سوی او له دې شمېرې به نورهم ټیټ سي.

د بریتانیا سمندري ځواکونه به د نوي مصرف سره په کومانډويي تجهیزاتو سره سمبال سي او ښايي ورته دندې هم مخ ته یوسي  د وړاندي سویو مالوماتوله مخې په راتلوونکو لسو کلونو کې به د پوځیانو د عصري توب لپاره ۲۰۰ میلیونه پونډه مصرف سي ترڅو د خپل هېواد لپاره په ټولو برخو کې ښه وځلیږي

نړۍ په دې لټه کې ده چې یو د بل ماتولو لپاره د عصري  ټکنالوژۍ څخه څنګ کار واخلي او څنګه یو د بل په وړاندې دنوي عصري ټکنالوژۍ په مټ دوسیې او  جنجالونه جوړ کړي

Comments are closed.