The news is by your side.

ناټو پر امریکا اوافغان دولت کوم ډول فشارونه زیات کړي؟

خبریال ویبپاڼه/ واشنګټن ایګز ماینر خپرونې په خپل یو تازه مطلب کې د افغانستان په هکله مهم بحث ترسره کړی او ویلي يې دي چې په افغانستان کې د موضوعاتو د حل په موخه پر یو شمېر لورو فشارونه زیات سوي.

دې خپرونې د لورو لیکو کې د امریکا نوم اخیستی او زیاته کړې يې ده چې ناټو پر امریکا فشارونه زیات کړي چې په یوازي سر نسي کولی د سرتیرو په هکله پریکړه وکړي.

د مطلب په دوام راځي چې ناټو د امریکا ترڅنګ پر افغان دولت هم فشارونه ډیر کړي ترڅو د سولې روانې هڅې یوې پایلي ته ورسوي، مطلب وايي چې د افغانسان په هکله د نړیوالو کنفرانسونو جوړیدل هم خورا هیله بخښوونکي دي او پایلي يې ورکړې دي.

مطلب دریو مهموټکو ته اشاره کړې چې هغه د طالبان، افغان دولت اوامریکا په ژمنتیا پوري اړه لري مطلب ویلي چې کیدلای سي افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه سي خو د دریو لورو ژمنتیا پوري اړه لري.

د امریکايي او نور  بهرنیو هېوادونو د سرتیرو په هکله ډیر نظریات موجود دي چې نن د ناټو د بهرنیوچارو وزیرانو غونډه ترسره

په دې غونډه کې  څه به وویل سي؟

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې د دې غونډې په هکله وویل چې ټول غړي هېوادونه به لومړی د امریکا او طالبانو هوکړه و ارزوي او د افغانستان دروانو حالاتو په هکله به پریکړه کوي.

د امریکا او طالبانو د هوکړي له مخې باید ټول بهرني سرتیري چې افغانستان کې شتون لري د راتلوونکي مي  میاشتي پوري باید له افغانستانه ووزي خو تراوسه پوري له نیوزیلنډ هېواد ماسیوا چې حپل سرتیري د مي په میاشت کې له افغانستسانه باسي بل هیڅ هېواد داسې پریکړه تراوسه نه ده کړې.

د ناټو منشي  هم وویل د مي میاشتي په رانژدې کیدلو سره موږ باید بحث او مشوررې او همدا به اصلي موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیرانو د بحث وړ موضوع به وي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پرداسې مهال دا غونډه کوي  چې اوس هم په افغانستان کې د جګړې شدت د پخوا غوندي دی او خلک يې په اندېښنه کې اچولي

Comments are closed.