The news is by your side.

غني ماليې وزير ته:د ښوونکو معاشونه زيات کړه

خبريال ويبپاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ښوونځيو د زنګ وهلو مراسمو کې وويل چې افغان دولت د ښوونکو ژوند ته پاملرنه کوي او د هغوی د مياشتنيو حقوقو په زياتولو کې به کوښښ کوي.

ولسمشر ماليې وزير ته سپارښتنه وکړه چې د ښوونکو د معاشونو د زياتوالي په برخه کې هيڅ خنډ نه مني او باید دښوونکو د تنخواو په اوريدلو کې ټول همکاري وکړي.

هغه وويل چې دا ولس پوري اړه لري چې چارواکو ته زرې موټر ورکوی يا معارف وغواړي موږ باید د سولې لپاره کار وکړو او د سولې ملاتړي و اوسو.

افغا ولسمشر زياته کړه چې د ښوونکو تنخواوې چې څنګه ژمنه سوې وه زياتې سوې او سر له حمل مياشتي د اجرا وړ دي.

غني دا هم وويل چې د پوهنې برخه کې د ښوونځۍ مسجد او مدرسې ترمنځ فاصله له منځ ولاړه سي، هغه وويل هر ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول د هغوی حق دی او نورې ژبې هم بايد زده کړي.

په دې پروګرام کې د شاوخوا ۷۰۰ ښوونځيو د ودانيو جوړيدلو چارو وروسته د کليو بيارغونې وزارت د پوهنې وزارت ته وسپارلې ترڅو په راتلونکي ښوونيز کال کې ورڅخه زده کوونکي استفاده وکړي.

د دې دولت په راتګ سره که څه هم زيات پرمختګ رامنځ ماشومان ښوونځيو ته ولاړل د ښوونځيو ودانۍ جوړې سوې او په ټوله کې د پوهنې برخه کې يو تمدن رامنځ ته سو خو د افغان ښوونکي په میاشتنۍ تنخوا کې د ټولو ژمنيتاوو او پيسو سره سره بيا هم زياتوالی را نه غلې.

لاهم افغان ښوونکي په ډير کم معاش او سختو شرايطو کې خپلې دندې مخ ته وړي خو تراوسه يې هيڅ يوې ژمنې چې بيلابيل وختونه له دوی سره ترسره سوې په ژوند کې بهبود نه دی راغلی.

ولسمشر به خپله ژمنه پوره کړي؟

تراوسه پوري د ولسمشر ګڼې ژمنې همداسې نیمګړې پاتي دي خو دا چې هغه په یوه لویه غونډه کې په ټينګار سره د ماليې وزير ته لارښوونه وکړه نو ښايي چې دا ژمنه تر يوه حده عملي سي افغان ښوونکي به روانه د وري مياشت کې د پخوا په پرتله خپل زيات معاش تر لاسه کړي.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام يوځل بيا ټينګار وکړ چې باید د زده کوونکو روغتيا ته پاملرنه وکړی

 

 

Comments are closed.