The news is by your side.

ولسمشر: یوه مرستیال وزیر کونړ د کندوز مرکز بللی

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف په خپلو څرګندونو  کې  چې نن د ښوونځۍ د زنګ وهلو مراسمو کې ترسره کړې وویل، د یوه وزارت له معین څخه مې د پوښتنې په ډول سره وپوښتل د کندوز مرکز کوم ځای دی؟ ویې ویل: کونړ ولسمشر وویل هغه ملامت نه وو، ځکه بهر څخه راغلی وو.

ولسمشر په خپل اعتراف کې ویلي  چې د یوه وزارت معین ان د یوه ولایت او بل ولایت په نومونو نه وو، او ملامت کړی یې هم نه دی ځکه هغه یو بهرنی افغان وو، چې یوازي د دندې ترسره کولو لپاره افغانستان ته راغلی.

له بهره راغلی معین به موږ ته څه وکړي؟

که څه هم افغان ولسمشر هغه معین نه بلکي افغانستان ګرم بللی خو اصل کې  خبره داده چې د وزارت یو مهم چارواکی چې د افغانستان اراضي ولایتونونه او ځمکه تشخیص نه کړي نو د خدمت او خلکو ته ښه رسولو څه تمه ترې وسي، هغه له بهره راغلی افغان معین به یوازي د دندې او مزو لپاره دلته راغلی وي ځکه هغه زموږ د کندوز، او کونړ چې په میلیونونو کیلومتره یو له بل سره په فاصله کې پراته دي هیڅ توپیر نه کوي، افغان لاصله بهرنی معین صاحب په دې نه دی خبر چې د کندوز او کونړ ترمنځ چې یو په یوه سرحد او بل په بل سرحد کې پروت دی توپیر وکړي.

د دې معین صاحب د کار اجنډا به څه وي.

وزارت خونې د دولت دخدماتو د ښه ترسره کولو لپاره رامنځ ته کیږي ترڅو ولس خلکو د ولایتونو په کچه عامو خلکو ته خدمات ورسوي خو کله چې یو معین د هېواد له اراضي او ولایتونو څخه خبر نه وي له خلکو کتلور او جوړښتونو څخه خو بیخي نه خبریږي نو بیا به د خپل وزارت او خپل مسؤلیت خدمات کومو خلکو او کومې سیمې ته ترسره کړي ایا دا ظلم نه دی چې زموږ واکمنان او واکداران دومره نا خبره خلک زموږ پر سر ګمارلي؟ ایا په افغانستان کې دومره څوک نسته چې دا دنده مخ ته یوسي د دې پوښتنې ځواب له هر افغان سره سته او له نیکه مرغه موږ اوس داسې ډیر لوستي ځوانان چې په دود، کلتور، اراضي ولایتون او ټولو جوړښتونو پوهیږي لرو او کولای سي هره ورسپارل سوې دنده په ښه توګه اجرا کړي خو ورته څوک کار او مسؤلیت نه ورکوي، زموږ له منځه دا ځوانان کولی کندوز او کونړ یو له بل سره ډیر لیري تفکیک وپيژنې او ان دخلکو رواجونو او دودونو په هکله يې هم له وړاندې مالومات لري چې په اسانۍ سره کولای سي د خپل وزارت او مسؤلیت خدمات په ښه ډول تر هغوی پوري ورسوي، خو له بده مرغه چې د لته واقعي خلکو ته د کار فرصت ډیر کم دی.

ولې ولسمشر تر ډیره له بهر څخه پر راغلو او راتلوونکو افغانانو تکیه کوي، د افغان ولسمشر خبرې تر ډیره نن پر دې څرخېدې چې پلانی له بهره راغلی داسې يې وکړه پلانی له بهره راغلی داسې يې وکړل خو داسې و نه ویل چې هغوی کورونه هم راوړي ترڅو د ده له نورو افغانانو په څېر همدلته کور ولري او که یوازي د دندې لپاره راغلی ښکاره خبره ده چې د ډیری داسې مسؤلینو او چارواکو کورونه چې  له بهره راغلي او دندې لري اوس هم کورونه په بهرنیو هېوادونو کې وي او له دندې څخه په رخصي بیا کورته هم ځي.

په کور دننه افغانستان کې د بې کارۍ له امله سلنه ورځ تر بلې لوړیږي او زموږ ډیری لوستي ځوانان دې ته مجبور سوي چې له هېواد په قاچاقي ډول سره اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي چې د لارې پر سر له یو زیات شمېر خطرونو سره مخ سوي او  ډيری يې په دې لاره کې ژوند هم له لاسه ورکړی

Comments are closed.