The news is by your side.

د انتقام خبرې کوونکی د مجرم د نوم اخیستلو هم عاجز دی

خبريال وېبپاڼه- د ولسمشر غني لومړي مرستيال تېره ورځ وويل چې د هغه کسانو په وړاندې چې د ملي اردو هلیکوپتر یې ويشتلې ده جدي عمليات پيل شوي او هغه به په سزا رسوي.

که څه هم د ډېرو تمه وه چې په ژبه تېز صالح به همداسې توندې خبرې چې د نورو په وړاندې کوي د علي پور په وړاندې هم وکړي خو د ځینې اټکلونو مطابق هغه دا جرت هم‌ ونکړ چې د علي پور نوم پخپل بيان کې واخلي.

په افغانستان کې يو عجيب حالت روان دی، هرڅوک هر جرم کوي او بيا څوک هېڅ نشي ورته ويلی ځکه چې دې ته بيا تعصب وايي، البته پښتون ددې څخه استثنا دی، پښتون که په ظاهري ډول هم طالب ته ورته و ډېر خلک يې د مرګ وړ بولي.

ان هغه هزاره ګان يا د ټولنيزو رسنيو هغه برخه هزاره کارونکي چې کله به په یوه بمبارۍ کې د طالبانو سره ملکي پښتانه وژل شوي و اوس وايي چې باميانو کې نظامي هلیکوپترې څه کول، په باميانو کې باید يوه مرمۍ هم فير نشي بلکې ټول بايد ولاړ شي د علي پور سره خبرې وکړي.

دا د هغو هزارګانو خبرې دي چې که چېرې په یوه سيمه کې طالبان وي بيا ولي چې ټول سيمه بمبار کړی هغه عام خلک هم د طالبانو خواخوږي دي.

نو ايا اوس باید ټول باميان بمبار شي ځکه ځايي خلک يې خواخوږي دي، که ځائی خلک يې خواخوږي نه وی نو ده په باميانو کې دومره لښکر او وسلې د کومه کړې.

امرالله صالح، ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکي صرف د علي پور نوم هم نشي اخيستی، خو که خبره د پښتون شوه بيا نو ټول ورته تبر په لاس ولاړ دي.

يوازې علي پور نه دی، بلکې داسې نور تاجک یاغیان، ازبک یاغیان شتون لري چې هره ته يې حکومت باج ورکوي، په داسې حال کې چې هغوي د افغانستان ملي حاکمیت ننګوي، نور بیرغونه پورته کوي نو د چا ضمانت دانش وکړي د چا صالح وکړي او بلاخره دا خلک هومره په ځان متکبر کړي نور ولسوالۍ سقوط کوي، ولسوالۍ سوزي، هليکوپتر ولي، بيرغ ته اور اچوي.

خو دوی ټولو ته څه ویل خو يوې خوا بيا څوک ددوی نوم هم وانخلي، ولې، ځکه بيا دوی نازولي کيله کوي چې دا خو تعصب دی.

ليکوال: تاج محمد ارين

 

Comments are closed.