The news is by your side.

غني ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړي، ۶ زره یې تېر کال جوړ کړل

خبريال وېبپاڼه- ولسمشر غني د تعليمي کار د پرانيستې په مراسمو کې د وینا په مهال ژمنه وکړه چې ۱۸۰۰ نوي ښوونځي به جوړ کړي.

غني په داسې وخت کې د ۱۸۰۰ نويو ښوونځيو خبره کوي چې تېر کال يې د ۶ زرو ښوونځیو وعده کړې وه او په دې موده کې یې ټول ۶۰ ښوونځي هم جوړ نکړل، بلکې هغه ښوونځی چې په شخصي لګښت یې د جوړولو وعده کړې وه هغه يې هم بشپړ نکړ‌.

افغانستان په یو ډېر ناوړه حالت کې واقع دی، اوس هم حکومتي چارواکي هڅه کوي چې خلک په تش وعدو وغلوي، هوايی شعارونه ورکړي، او جالبه داده چې ولاړ او په ټولنيزو رسنيو يوه ډله خلک ورته چکچکې هم وهي.

ولسمشر غني د خپلې ورتاو کړۍ په داسې يوه محاصره کې قرار لري چې د بيروني نړۍ څخه یې واقعي نظر نلري، يو وخت چې ده د افغانستان يوه ولايت ته سفر کړی و نو ویل یې چې ټول افغانستان مې اباد کړ يو پکتیا پاتې ده.

مشاورين يې، فضلي او محب نه پوهېږم ولسمشر غني ته د بل هېواد فلمونه ورښيي څه کوي چې اوس هم غني د افغانستان د واقعي حالت څخه هیڅ خبر نلري.

په دې حقيقت هم سترګې پټول نه دي پکار چې د ولسمشر غني په بې خبرۍ کې د هغه څخه تاو کړۍ پوره ډول لري، يو وخت د غزني د سقوط په وخت کې ولسمشر غني ته ددې خبر تر هغه نه و رسېدلی چې ددې ولايت مهمې ښاري حوزې هم سقوط شوې وې، خو ولسمشر تر هغه خبر نه و چې غزنی په کامل ډول نور د سقط سره مخ شو.

ددې څخه را تاو کړۍ نه یوازې هغه په ډېرو ناسمو څرګندونو شرموي بلکې هغه ملت ته د یو لېونی په صفت وړاندې کوي.

دده څخه راتاو کړۍ د روان ناورين اصلي مسوله ده، ځکه چې د ولس سره د ټولنې سره د ولسمشر سترګې او د اړیکې وسايل همدا کړۍ وي، خو دا خبيثه کړۍ صرف په دې هڅه کې ده چې ځان موړ کړي، فساد وکړي، شاته ثبوت پرېنږدي او د ولس په سترګو کې خاورې وشیندي.

ملي تلويزيون چې د دولت ترټولو مهم بنسټ دی د ولسمشر غني خبرې بدون له اصلاح څخه خپروي او دهغه هر ډول اشتباه بربنډوي، د ولسمشر وينا چې بايد لنډه وي اوږده ترتيب کېږي ددې په ځای چې د ولسمشر ډېری ځوابونه، یا بیانونه کتبي وي په ژوندۍ او ويډيويي بڼه ترسره کیږي چې دا بيا د اشتباه چانس ډېروي.

که ولسمشر غني غواړي چې د ولس او حکومت اړيکه ورغوي په هېواد کې يو واقعي بدلون راولي، نو باید د خپلې شاوخوا خبيثې کړۍ په تصفيه پيل وکړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.