The news is by your side.

ولسمشره! زه کار غواړم

ولسمشره! زه بېکاره يم
خبريال ویبپاڼه- نن د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وينا کې وويل چې د خپل یو معین څخه يې يو مهال پوښتنه وکړه چې د کونړ ولايت مرکز کوم ځای دی نه په ځواب کې ورته وويل چې کندوز.

غني وويل چې دا معين د بهر څخه راغلی ګناه يې نده، په بهر کې د مېشتو او تحصيل کرده خلکو هېواد ته راتګ او د هېواد په پرمختګ کې ونډه اخيستل ستر خدمت او ښه کار دی خو په دې شرط چې دلته یو کس خدمت ته راشي او خپله راتلونکې په دې هېواد کې ويني.

مګر که دلته داسې کسان راځي او د ارګ په ماڼۍ کې کار کوي چې هغوی هر کال د فساد په لویو تورونو تورن وي، مسلکي وړتیا نلري او صرف دلته په دې مقصد راغلی وي چې راشي او غلا وکړي او بېرته ځان خپل وباسي نو بيا خو دا زما غوندې افغانانو په حق کې ستر خيانت دی.

ما د دولس کاله ښوونځي لوستلو وروسته په سلو احتیاجونو پوهنتون ولوست، د پوهنتون په ازموينه کې د بريا لپاره مې شپه او ورځ یوه کړه، ټوله موخه مې دا وه چې د کابل پوهنتون ته کامياب شم، ځکه ټولو به ويل چې د کابل پوهنتون معتبر پوهنتون دی او له دې څخه پوهنتون څخه فارغ شوي ډېری کسان په ډیره اسانۍ سره کار موندلی شی.

خو درۍ کاله کېږي چې زه دا هڅه کوم چې ځانته يو کار پيدا کړم مګر بيا هم نه يم توانېدلی چې ځانته يو سم کار پيدا کړم، څو ځله ځله مې دولتي دندې او بستونه ته مراجعه وکړه ازموينه مې ورکړه خو تر ننه پورې ونه توانېدم چې د یو عادي مامور دنده ترلاسه کړم.

د څه مودې لپاره مې په شخصي کورسونو کې درس ورکړ چېرته به چې ماته د ۵ زره افغانيو زياتې نه پيدا کېدې، هغه به هم دوام نه کاوه او څه موده وروسته به يا ښوونکي بدل شو يا به د کورس وخت پوره شو نوي سمستر ته به شاګردان نه و.

ما غوندې زرګونه ځوانان همدا اوس په هېواد کې په کارونو پسې ګرځي چې چېرته يو معمولي معاش سره کار پيدا کړي او د ځان او کورنۍ ګوزاره يې ورباندې وشي، ځینې چې بيا ناهيلي سي ولاړ شي د ايران او اروپا لاره ونيسي چې څوک په سمندر کې غرق شي څوک يخ مړه کړي څوک د لیوانو خوراک شي.

خو زما د کلونو تنخوا د ارګ چاپلوس ټاميان صرف په یوه مياشت کې په يو او بل نوم اخلي، ارګ کې غني ولې ددې وطن تحصيل کرده ځوانان نه ګوماري، هغه ځوانان چې په دې هېواد کې خپله راتلونکې ويني، خپله کورنۍ يې دلته وي ددې هېواد لپاره سوله او پرمختګ د ځان او خپلې کورنۍ لپاره سوله او پرمختګ بولي.

ولې ولسمشر هغه کسان په لوړو پوستونو کې ګوماري چې اصلي مزی یې په بل هېواد کې دی دلته صرف د فرصت د استفادې لپاره راغلي دي او د خپلو جېبونو په ډکولو کې دي، ددې هېواد په ژبه نه پوهیږي ددې هېواد په کلتور ددې هېواد په جغرافيه نه پوهیږي نه يې پېژني.

ولسمشره! زه هم بیکاره يم، زما په شان زرګونه هېودوال مې هم بېکاره دي، هغوی چې ددې وطن په ژبه په جغرافيه نه پوهېږي خپله راتلونکې په دې هېواد کې نه ويني د هغوی څخه به ښه وي چې ته ما او زما هېوادوال په دنده وګومارې چې هم ددې هېواد خدمت کوي او هم ته ورباندې سپک نه يې.

ليکوال؛ احمدالله سليمان خيل

 

Comments are closed.