The news is by your side.

ولسمشر د سولې لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړه

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې د امريکا متحده ايالاتو اشرف غني او طالبانو ته د موقت حکومت يوه طرحه ورکړه اوس ولسمشر غني هم دداسې يو پلان او طرحې د اعلان تياری نيولی دی چې د هغه په طريقه به د افغانستان روانه ستونزه حل کیږي.

بهرنیو رسنیو د افغان حکومت د معتبرو سرچینو له قوله ويلي دي چې ولسمشر اشرف غني په ترکيه کې د جوړېدونکې غونډې لپاره د خاص تياري پيل کړی دی او ددې غونډې لپاره یې يوه طرحه جوړه کړې ده چې د حکومت له لوري به نورو لوریو ته وړاندې شي.

ددې طرحې په اساس افغان حکومت غواړي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې سر تا سری ټاکنې ترسره کړي او په ټاکنو کې پرل لوري برخه واخلي، په دې ډول افغان حکومت د امريکا د هغه طرحې خلاف چې د یو موقت حکومت چې مشري به يې غني نکوي داسې يو طرحه وړاندې کړه چې غني به هېڅ له قدرت څخه نه لرې کېږي او ټاکنې به کوي.

اشرف غني نه غواړي په هېڅ صورت باندې د امريکا هغه طرحه ومني په کومه کې به کې غني بدون له ټاکنو قدرت پریږدي، خو تراوسه پورې په دې هکله ټولې خبرې د اټکل په دايره کې دي چې نور طرفونه به دا طرحه مني او که نه.

د چارو شنونکي د ټاکنو په هکله وايی چې دا يو ښه انتخاب دی، خو ستونزه دلته ده چې ولسمشر اشرف غني په ټاکنو کې هېڅ ډول شفافه تاریخچه نلري، د غني تېر ځل ټاکنې په داسې ډول وکړې چې ټول جهان اوس د ناکامو او رشخندو ټاکنو په مهال د افغانستان نوم ورکوي.

خو د غني د مفسدو ټاکنو ستونزه يوازنۍ ستونزه نده، بلکې د طالبانو لوري ته هم ستونزه موجوده ده، تراوسه طالبانو په رسمي ډول د ټاکنو منل نه دي اعلان کړي، خو په فرعي ډول يې څو ځله د ټاکنو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

طالبان پخپلو اعلامیو کې وايی چې دوی د خلکو د خوښې حکومت غواړي خو دوی هیڅکله د خلکو د خوښې د چک کولو يا معلومولو کوم سيستم نه دی وړاندې کړی، د هرڅه په شان د طالبانو د ټول ذهنیت او استدلال په شان دا خبره يې هم ګونګه، غیرې عملي، يو ډول بې ځمکني واقعیته ده.

نو په دې اساس د طالبانو لپاره به ګرانه وي چې په رضا دا ډول ټاکنې ومني، خو که د امريکا د متحده ايالاتو فشار زيات شي او دواړه په دې دوره کې يو منځني جوړښت او يا هم ټاکنو ته راضي کړي نو بيا کېدی شي د یوې داسې پايلې تمه وکړو چې خون ریزي به ونلري.

تمه ده د راتلونکې میاشتې په پيل کې د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې يوه غونډه جوړه شي چې پکې به د افغانستان د حکومت او طالبانو لوړي پوړي چارواکي مخامخ برخلیک ټاکونکې خبرې وکړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.