The news is by your side.

د چین او امریکا د پوځي ځواک پرتله

خبريال وېبپاڼه- د امريکا او چين ترمنځ روانه سيالي د خپل تاريخ خطرناکې مرحلې ته رسېدونکې ده، په داسې حال کې چې امريکا تراوسه هم نړیوال ليډرشيپ په لاس کې لري او هڅه کوي چې ویې ساتي خو بيا یې هم د نړۍ په ډېری برخو کې پښې لړزانده دي.

په نړيوالو مسلو کې د امريکا د اغېز کمېدل له ډېر پخوا پيل شوي و خو د ډونالډ ټرمپ له راتګ سره د نړۍ لپاره د امريکا اغېز را کمول حتمي شول او د نړۍ ډېری هېوادونه چې په امريکا يې زيات حساب کاوه په دې لټه کې شول چې د امريکا پرته ځانته یوه بله لاره وټاکي.

د امريکا د بهرنۍ پالیسۍ له مخې اوس ددې هېواد په وړاندې ترټولو ستر ګواښ چين دی، تر چين وروسته بيا د امريکا پام روسيې، شمالي کوریا او نورو هېوادونو ته دی.

واشنګټن ورخطا دی چې د نړيوال تخت پايې به يې چين له منځه يوسي او په دې ورخطايی کې په حقه هم دی، ځکه چين قدم په قدم د امريکا ځای نيسي او خپل اغېز په نړۍ په هره برخه کې ورځ په زیاتولو دی.

د بل لوري امریکا اوس هم د چين په وړاندې په ډېرو برخو کې پراخ لاس لري، په نظامي لحاظ امریکا د چین څو چنده لوړه اړتیا لري، د امريکا هوايي ځواکونه، سمندري ځواکونه، اټومي بمونه، پوځي بوديجه د چين څخه په بار بار لوړه ده.

د امريکا متحده ايالات د چين شل چنده اټومي وسلې لېږدونکې توغندي لري، د امريکا متحده ايالات د چين دوه چنده زیاتې جنګي بېړۍ لري، امریکا يولس اتومي وسلې لېږدونکې بېړۍ لري چې دا په عين زمان کې د الوتکو د پروازونو لپاره هم جوړې شوې دي، خو چين بيا دا ډول دوه بېړۍ لري، امريکا د دوه زرو څخه زياتې نوي نسل جنګي الوتکې لري حال دا چې چين بيا شپږ سوه دا ډول جنګي الوتکې لري، امریکا په نړۍ کې اته سوه پوځي اډې يا قرارګاوې لري حال دا چې چين بيا يوازې درۍ پوځي اډې لري.

د امريکا پوځي بودجه د اوه سوه میلیارده ډالرو زياته ده حال دا چې چين بيا د پوځ لپاره صرف دوه نیم سوه میلیارده ډالره بوديجه ځانګړې کړې ده، د امريکا د استخباراتو بوديجه ۸۵ ميليارده ډالره ده چې دا د روسيې د ټولې پوځي بوديجې څخه هم زياته ده.

خو بيا هم امریکا په چټکۍ سره په نړۍ کې خپل اغېز له لاسه ورکوي، د ډېری هېوادونو سياستوال خو اوس جوبایډن هسې يو خالي او بې وزنه کس ګني، چين، روسیه او ترکیه اوس ددې هېواد په ګواښونو غبرګون هم نه ښيي، څوک يې نور په کيسه کې نه دي.

امريکا په اروپا کې هم په چټکۍ خپل اغېز له لاسه ورکوي، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ په وخت کې د اروپا او امريکا اړيکې په کامل ډول خرابې شوې، ډېری اروپايي هېوادونو اعلان وکړ چې دوی به د اروپا لپاره ځانته يوه ناټو او پوځ جوړ کړي.

خو اوس که څه هم جوبایډن هڅه کوي د اروپا سره اړيکې ورغوي خو اروپا په دې پوهه شوه چې په هېچا بايد نور تکيه ونکړي، امریکا همدا اوس ټوله هڅه کوي چې اروپا له چين څخه لرې وساتي خو ډېره بريالۍ نه ښکاري.

پوهان وايي امريکا د ټريليونونو ډالرو په مصرف کولو بيا هم خپلو موخو ته نه ده رسېدلې، ځکه امريکا په بهر کې د خپل اغېز لپاره ترټولو زیاته پانګونه په پوځي انتخاب کړې ده، حال دا چې چين بيا په سيمه او نړۍ کې خپله پانګونه په اقتصادي ودې، پروژو باندې کوي.

پوهان وايي د چین نیت د امریکا غونډې نړۍ تر خپل واک لاندې راوستل دي، خو چین د پانګونې له لارې لومړی نور هېوادونه په شديد ډول پوروړي کوي او وروس ته د هغوي څخه همغه پروژې بېرته د لسګونو او سلګونو لپاره پخپل واک کې اخلي او کنټرول یې دوی ترلاسه کوي.

نړيوال پوهان وايي د امريکا څخه د چين تګلاره ګټوره ده او ورځ تر بلې په ډېری هېوادونو کې خپل اغېز زياتوي او د امريکا ځای نيسي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.