The news is by your side.

مزار: د تښتول شوي هلک ربړوني افغانان په غوصه کړي

خبریال اداره: د افغانستان له بلخ ولایت څخه د تښتول شوی افغان ماشوم نوي غږیز پیغام چې برمته کونکو خپور کړی افغانان سخت په غوصه کړي دي.

په دغه پيغام کې چې د هلک پلار ته استول شوي یاد ماشوم ژاړي او ورته د بریښنا ټکانونه ورکول کیږي.

دغه پيغام په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.

دغه غږيز کلپ کې یو ماشوم د وهلو ټکولو پرمهال چیغې وهي او په ژړغوني غږ په اوزبکي ژبه چې په واضح ډول هم نه اورېدل کېږي د مرستې غوښتنه کوي.

د دغه ماشوم کورنۍ وايي، ۹ کلن عبدالرووف دغه غږ کې له خپل پلار څخه غواړي چې انسان تښتوونکيو ته پیسې ورکړي او هغه وژغوري.

د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي وايي، دغه غږیز پیغام یې یوه ورځ وړاندې ترلاسه کړی چې په کې انسان تښتوونکي د ده د زوی خوشې کولو لپاره یو میلیون او دوه سوه زره ډالره غواړي.

هغه حکومت او امنیتي چارواکي د خپل ماشوم خوشې کولو کې په کم‌کارۍ تورنوي. سره له دې چې د دغه تښتول شوي ماشوم کورنۍ او خپلوانو تېرو شپږو میاشتو راهیسې بلخ کې د ولایت مقام مخې ته د پرلت خیمه وهلې او د عدالت غوښتنه کوي؛ خو تراوسه د دغه تښتول شوي ماشوم د ساتل کېدو ځای په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د ۹ کلن عبدالرووف خاله حمیده خبرداری ورکوي او وايي، که حکومت د هغوی غږ وا نه وري، خپل اعتراضونه به پراخ کړي.

د ۹ کلن عبدالرووف تښتول کېدو په درشل کې، عبدالرووف چېرته دی؟ او د عبدالروف خوشې کېدو لپاره د یو ډالر هشتک نښې کمپاین په ټولنیزو شبکو فیسبوک او ټوېټر کې پيل شوی او په دغه کمپاین کې له خلکو غوښتل شوي چې د یو یو ډالر په ورکړې سره، د عبدالرووف په خوشې کېدو کې ونډه واخلي.

د بلخ ولایت سیمه‌يیز چارواکي د میاشتو په تېرېدو سره د ۹ کلن عبدالرووف ځای او خوشې کېدو په تړاو جزییات نه ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي چې پولیس او د ملي امنیت ځواکونه په ګډه توګه هڅه کوي تر څو عبدالرووف ژر تر ژره د تښتوونکيو له منګولو راخوشې کړي.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د پولیسو په جامو کې انسان تښتوونکيو ۹ کلن عبدالرووف د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.

ولسمشر محمد اشرف غني د مرغومې یا جدي میاشتې په ۲۷ نېټه د بلخ امنیتي چارواکيو ته خبرداری ورکړ که چېرې ژر تر ژره عبدالرووف راخوشې نه‌کړي، ټول به له دندو ګوښه کړي؛ خو د دغې نېټې په تېرېدو سره یاد خبرداری جدي نه دی ګڼل شوی.

میرویس جلالزی

Comments are closed.