د خوب او یوازیتوب ګټې څه دي؟
تازه څېړنې دا وایي چې انسان یوازیتوب ته هم اړتیا لري که څه هم ارواپوهان په دې اند دي، چې یوازیتوب انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، او مونږ پر ذهني فشار(سټریس) اخته کوي خو تل هم یوازیتوب بد څه نه دی، بلکې انسان د خپل فکري تعادل ساتلو لپاره باید ورځ کې کله کله یوازیتوب هم اختیار کړي.
دا چې یوازیتوب کوم وخت کې د انسان لپاره ګټور دی په دې لیکنه کې مو کرښې په لیکلي.
تازه څېړنو ثابته کړې چې د ډېر وخت لپاره نه، بلکې څو شېبې یوازیتوب د انسان لپاره غوره استراحت کېدای شي او انسان ته د ارامۍ حس وربښي.
په دې تازه څېړنه کې چې په ۱۳۴ بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې په ۱۸ زرو کسانو تر سره شوې، دا په ډاګه شوې ،چې یوازیتوب د انسان لپاره غوره استراحت دى.
د دې څېړنې ډېری ګډونوالو دا ويلي، دوى هغه وخت ډېر راحت او په سکون کې وي، چې له ستړيا وروسته څو شېبې یوازې اوسی.
د څېړنې ګډونوالو ته د نورو چارو ټاکنه هم ورکړل شوي وو لکه: د کتاب لوستل، په طبیعت کې ګرځېدل یا چکر او یا هم له ملګرو سره ناسته پاسته هم شامل وو، خو په دې ټولو کې ګډونوالو د ستړيا او خسته ګۍ د لرې کولو لپاره څو شېبې یوازیتوب غوره ګڼل شوې و.
له بلې خوا دا هم د یادونې وړ ده، چې استراحت او یوازیتوب د انسان پر ورځني چارو ژوره اغېزه کوي، لکه: هغوی چې ناراحته وي، ورځني کارونه يې غير منظم وي، نو د دې لپاره چې مغز مو ارام شي، ښه ده چې د ورځې په اوږدو کې څو شېبې یوازیتوب غوره کړو، تر څو خپل فکري سکون ترلاسه کړو.
تل له شوره ډک چاپیریال د انسان مغز ستړی کوي، او دې ته اړتیا وي، چې د یو څه وخت لپاره د سکون ځای ته پناه یوسي.د همدې لپاره که چېرې مونږ وغواړو ویده شو نو یو داسې ځای ته ځو کې ارامښت پکې وي.
یا هم که پام وکړو نو کله چې مونږ ماشومان هم ویده کوو نو یو ارامه چاپیریال ورته غوره کوو ځکه چې که په یو داسې مهال کې ویده شي چې شورماشور پکې وي نو بیا په خوب کې هم وېره لري او ډارېږي.ستریا د انسان بدن داو ذهن باندې اغېزه کوي چې مونږ ته د دې احساس راکوي چې ویده شو او څه وخت لپاره استراحت وکړو تر څو ذهن مو تازه شی.
د خسته ګۍ او ستړیا په وخت کې تر ټولو غوره کار همدا ده چې مونږ یو بېل او ارامه چاپيریال ته لاړ شو او ویده شو.که چېرې مونږ ټوله ورځ ستړي اوسو او چې کور ته لاړ شو هلته هم په کار بوخت اوسو نو له حده ډېر مو په روان او بدن بده اغېزه کوي.
دا هم مه هېروئ چې ډېر یوازیتوب مو بیا حالت د ښه کېدو پر ځای لا پسې خراب کوي او مونږ ته بیا د سټریس په نامه یوه شومه او پلیډه ناروغۍ راپیدا کوي چې زمونږ ژوند ته لوی ګواښ پېښوي او د نورو ډېرو ناروغیو مور ګڼل کېږي.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed.