The news is by your side.

تروريست ته په تروريست ويلو سويډن کمېټې يوه افغانه وشړله

خبريال وېبپاڼه- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې چې په عين وخت کې په افغانستان کې د سویډن د کمېټې سره هم همکاره ددی کمېټې له لوري وروسته له هغه د دندې څخه ګوښه شوه کله چې هغه يوه تروریست ته تروریست وويل.

په ټولنيزو رسنيو کې ښکلا ځدراڼ د علي پور تروريست چې تراوسه یې ګڼ شمېر عام افغانان او افغان پوځيان په شهادت رسولي دي او په دې وروستيو کې د بهسودو ولسوالۍ تر سقوط او سوځولو وروسته د افغان پوځ یوه الوتکه په نښه کړه چې په پايله کې نهه تنه افغان پوځيان په شهادت ورسېدل، غندنه وکړه او د هغه کسانو جزا يې مرګ وکتله څوک چې افغان پوځيان او خلک وژني.

تر دې ښکاره خبره څه کېدی شي چې يو څوک په افغان پوځ د افغان حکومت په بنسټونو حمله کوي افغان پوځیان له منځه وړي نو ددوی په وړاندې د افغان پوځ عمل بدون له متقابل ځواب څخه بدون د له منځه وړلو څخه څه کېدی شي.

هغه هم د یوه داسې تروریست په وړاندې چې يو ځل خوشي نيول شوی بيا په ضمانت او اقرار باندې بېرته خوشي شوی دی، اوس چې هغه بيا د خلکو په وژلو د افغان ملي پوځ په وژلو باندې پيل کړی دی نو څه پکار دي خلک او افغان پوځيان خو هغه ته ګلونه نشي ورکولی چې ډېر ښه مو وکړل.

د سویډن کمېټه څه ډول کولي شي د خپلو کار کوونکو څخه د بيان د ازادۍ حق واخلي؟ ايا دوی ځانته دا حق ورکوي چې د خپلو کار کوونکو دريځ د هغوی د بيان د نظر د ازادۍ حق سلب کړي؟ ايا ددوی سره د کار کولو بدل همدا دی چې کار کوونکی به د بيان ازادي له لاسه ورکوي.

که نه دا کمېټه د علي پور په وړاندې د غبرګونونه څخه نا راحته ده، يا دا کمېټه هم داسې کمېټه ده چې د علي پور کړنې ورته د بشر د حقوقو مطابق ښکاري او د هغه په وړاندې د چا خبرې نشي زغملی.

افغانان هسې هم د بهرنیو بنسټونو څخه ښه تاريخ او ښې خاطرې نلري، نه هم بهرنيو بنسټونو داسې ښه کارونه کړي بلکې ډېرو يې د ښو کارونو په نوم نور کارونه کړي دي.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه که صرف د تروريستانو لپاره د علي پور لپاره ددې هېواد کمېټه وي نو بيا دې خپل نوم بدل کړي او د علي پور غوندې قاتلينو، تروريستانو لپاره دې د فعالیت د جواز هڅه وکړي.

هېڅ اداره دا حق نلري چې يو تروريست ته د تروريست ويلو په سبب څوک له دندې لرې کړي، علي پور يو ترورست دی، ددی هېواد پوځیان او عام خلک يې وژلي او افغانان یې همداسې وژل غواړي په دار کول وې غواړي.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed.