The news is by your side.

المان کوم شرط کې  سرتیري باسي؟

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د شتون موضوع تر ډیره بریده د خبرو سرټکي ګرځیدلي او د مي میاشتي په رانژدې  کیدلو سره دا موضوع نوره هم  ګرمیږي.

المان په افغانستان د خپل پوځي ماموریت په هکله ویلي  چې  د دوی د سرتیرو شتون په افغانستان کې په شرایطو پوري تړلی دی او په سم وخت کې به له افغانستانه وزي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې په دې هکله څرګندونې کړې دي او ویلي يې دي د دوی د سرتیرو شتون د سولې خبرو کې په پرمختګونو پوري تړلی دی، د بهرنیو چارو وزیر ویلي د دې ملاتړي دي چې  بهرني او په تیره الماني سرتیري له افغانستانه ووزي خو په خبره يې باید حالت او شرایطو ته وکتل سي، هغه وویل بهرني او الماني سرتیري هغه له افغانستانه وتلی سي چې د سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته سي.

هغه یوځل بیا پر طالبانو بې باوري څرګنده کړه او و یې ویل چې که چیري بهرني سرتیري له افغانستان وزي نو ښايي طالبان جګړې سختې کړي او  کوښښ وکړي چې د جګړو له لارې ځان واک ته ورسوي هایکو ماس ځکه تر هرچه لومړۍ اړتیا سوله وبلله

تر دې وړاندې المان د خپل پوځي ماموریت د غځیدلو خبر ورکړی هغوی ویلي په افغانستان کې يې د خپلو سرتیرو ماموریت تر ۲۰۲۲کال پوري غځولی.

د امریکا اوطالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې له مخې تر راتلوونکي مي میاشت پوري باید ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې  ښکاري چې د امریکا په ګډون هیڅ بهرنی هيواد پر دې نېټته خپل سرتیري نه باسي طالبانو بیا پر دې نېټې د ټولو بهرنیو سرتیرو د ضرور وتلو خبره کړې چې باید له هوکړې سره سم ټول بهرني سرتیري له افغانستان ووزي، د ناټوغړو هېوادونو کې یوازي نیوزرلینډ هېواد دی چې  تر راتلوونکې مي میاشت پوري یې له افغانستان د خپلو سرتیرو د وتلو خبره کړې خو ښايي د امریکا ولسمشر جوبایډن هم تر راتلوونکي ډسمبر میاشتي د امریکا سرتیرو پر وتلو فکر وکړي او د مي په میاشت کې خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي خو دا چې تر راتلوونکي مي میاشت پوري  به کوم بدلونونه راسي مالومه نه ده

Comments are closed.