The news is by your side.

د شپې خوب ژوند اوږدوي!

ډاکتران په مناسبه کچه خوب د روغتيا لپاره اړين څیز بولي. ځکه که یو څوک په ۲۴ ساعتونو کې په سمه توګه خوب ونه کړي نو ښایي د دې لامل شي ورته چې د ژوند چارې په سمه توګه مخته یوسي.

له بلې خوا اوس دا په ډاګه شوې ده چې  پر ۴۰۰ زرو کسانو ترسره شوې يوه څېړنه ښيي چې د شپې لخوا خوب کول ژوند اوږدوي.

پرته له شکه چې د انسان له پاره په کافي کچه  خوب ډېر اړين دی ځکه چې د ټولې ورځې د بوختيا او فشارونو له امله چې د انسان بدن د کومې ستريا ښکار شوی وي، خوب نه يوازې دا چې دغه ستړيا له منځه وړي، بلکې په دې ترڅ کې د انسان بدن د بلې ورځې ښه پيل ته هم ځان چمتو کوي.

د شپې لخوا د ۶ یا ۷ ساعتونو تر حده خوب او بيا سهار وختي را وښېدلو سره انسان نه يوازې دا چې بدن  یې انرژي اخلي، بلکې يوه نوې څېړنه دا ښيي چې ګټې یې تر دې محدودې لا نه دي پاتې شوي او د ژوند نورو چارو او د انسان په روح او روان باندې بې شمېره ګټې لري.

کله چې ستاسو خوب منظم وي نو په دې ډاډه اوسئ چې ستاسو روغتیا ته هم تر ډېره کچه ګټوره ده.

د ( فرويندن) په نوم نامتو آلمانۍ مجلې په حواله پر دې څېړنه کې دا موندل شوه چې هغه کسان چې د شپې تر ناوخته د بېلابېلو لاملونو له مخې ويښ وي، د مرګ د ډېر ګواښ سره مخامخ کېږي.

څوک چې د شپې ناوخته ویده کېږي ژوند ته یې لوی ګواښ دی؟

له دې څېړنې دا په ډاګه شوې چې هغه خلک چې د شپې تر ناوخته د بېلابېلو لاملونو له مخې ويښ وي او بيا د ورځې ويده وي، د نورو په پرتله د مرګ د ۱۰ سلنه زيات ګواښ سره مخامخ وي.

د څېړنې په حواله د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کيدونکي خلک په بېلا بېلو رواني او فزيکي ناروغيو اخته کیږي چې وروسته ورته ژوند کول ډې ستونزمن وي او یا د ځان وژنې لامل یې کېږي.

د کارپوهانو په عقیده د روغ پاتې لپاره اړينه ده چې انسان هره ورځ له شپږو تر اووه یا اتو ساعتونو پورې ډېر ژور خوب وکړو.

څنګه د شپې ښه خوب کولی شو؟

د شپې د ښه او راحت خوب بښوونکي لپاره ځيني ساده خو اغیزمنې لارې چارې شته چې په دې لیکنه کې به پرې بحث وشي.

د روغتيا په اړه د معلوماتو ارايه کوونکې «فټ بک» په نوم یوې انترنت پاڼې په حواله چې هره شپه به پر يوه ټاکلي وخت د خوب ځای ته تلل او سره له دې به په مناسبه رڼا او د کوټې د تودوخې د درجې مناسب ساتل د خوب د کيفيت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

پر دې سربیره تر ویده کېدو مخکې د چای او کافي څکلو څخه هم بايد ډډه وشي. ځکه د دې لامل کېږي چې مونږ څو ځله په خوب کې پاڅېږو او د ښه خوب نه کولو لامل شي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.