شين سهار د ورځي که د روغتيا پيل
<span;>خبريال ويب پاڼه/ شين سهار يا د ورځي لومړی پيل که څه د ورځي پيل دی يا د يوې بلې ورځي د را رسيدو او نوي ژوند زيری دی.
<span;>نه يوازي دا چې په ژوند کې د يوې نوي ورځ اغاز او پيل دی بلکي د روغتيا او او رنځونو څخه د خلاصون پيل دی.
<span;>هغه وګړي چې هره ورځ په شين سهار پاڅيږي لمونځ، کوي، ورزش کوي، د را روانې ورځي لپاره پلان نسي. په ژوند کې تر ټولو بريالي خلک دي.
<span;>که په نړۍ کې اديان مطالعه شي نيږدې ټولو په شنه سهار د پاڅېدو سپارښتنه کړي ده.
<span;>تر ټولو لومړی د اسلام مبارک دين هم په شنه سهار د پاڅيدو سپارښتنه کړي بلکې په خپلو پلويانو يې تاکيد کړی چې بايد چې تر لمر مخکي له خوبه ويش شي تر لمر مخکي ژوند پيل کړي عبادت وکړي ، د الله ج شکر وباسي چې شکر د يوې نوي ورځي او نوي ژوند پيل يې په نصيب دی.
<span;>د سهار د لمانځه فلسفه هم په همدې کې دی که هر څومره يو څوک لټ اووسې خو چې څلور رکعنه لمونځ ادا کړي د ثواب او روحاني قوت سره سره يې يو بهترين ورزش کړی.
<span;>د بدن هر غړي ته يې وينه رسيدلې په بدن کې يې انساج ، حجرې را ژوندۍ ژوندۍ شوي لکه د نوي ژوند د پيل شېبې.
<span;>که غواړئ ټوله ورځ له روحې عذاب او فشار څخه خلاص شئ په شنه سهار تر لمر راختو مخکي راپورته شئ. عبادت وکړئ، ورزش وکړئ د راتلونکي ژوند پلان ونسئ.
<span;>ژوند ته د زړه له اخلاصه لبيک وواياست، په مېنه ښه راغلاست ورته وواياست. د خدای شکر ادا کړئ تېر هېر کړئ نوي ورځ ده له ځانه نوی څوک جوړ کړئ.
<span;>داسې فکر وکړئ چې ته يو نوی څوک يې بايد په نړۍ کې نوې مثبت څه ور اضافه کړي داسي چې راتلونکي نسل ان ټول انسانيت ته يې خير وي.
<span;>که غواړئ ټول عمر خوشاله او له غوره روغتيا څخه برخمن ياست نو هر سهار وحتي راپاڅئ ورزش وکړئ. منډه وکړئ که هر څومره مو منډه وکړه ، ورزش مو وکړ هغومره به مو د ژوند د ماشين څرخ په خوند تاو کړی وي.
<span;> په ژوند او نورو خلکو ځان مه بوج کوی بلکي د خپل ژوند پېټی په ډيرې مېړانې په خپله په شا او په خوند ، خوند يې تر منزله ورسوی.
<span;>ځان د نړۍ تر ټولو باتور سړی وګڼه ، ځانته دې د نړۍ تر ټولو د قوي سړي فکر وکړه، ځکه دا ته يې چې څنګه دې ځان ارزوې او په ټولنه کې يې څنګه معرفې کوي.
<span;>دا په تا پورې اړه لرې له ځان څخه دې قوې ، زړور ، خوشاله او په ژوند مين انسان جوړوې کنه برعکس له روحي عذاب سره لاس او ګريوان له ژونده ستړی او يو بې هدفه څوک جوړوې چې د نورو د اوږو بار او پيټی وي.
<span;>ځان مو توهين کوئ ، خپل ځانته روحيه ورکړئ، خپل ځان تلقين کړئ. له نورو سره په مرسته ، له نورو په مېنه او ښه ژوند کولو خوند واخلئ او دا کارونه د ځان عادت وګرځوئ.
Comments are closed.