The news is by your side.

بلوڅ ملتپالو بیا پر پاکستاني پوځیانو اور بل کړی

خبریال وېبپاڼه/  بلوڅ ملتپالو نن بیا پر پاکستاني پوځیانو دوه مرګوني بریدونه کړي چې پکې اووه تنه وژل شوي او درې تنه نور یې مرګوني ټپیان دي.

بلوڅ ملتپالو ویلي، چې لومړی برید یې د بلوچستان د پنجګور په پروم سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر کړی دی، چې څلور واړه سپاره پوځیان پکې ځای پر ځای وژل شوي دي.

دوی زیاته کړې چې دوهم برید بیا د بلوچستان د بولان په پیر اسماعیل سیمه کې شوی دی او د پوځیانو یو موټر په اېښوول شوي ماین ختلی دی.

په دې برید کې یو پوځي وژل شوی او بل ټپي و، خو سیمې ته چې مرستندویه پوځیان رسېدلي پسې بله چاودنه شوې چې دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

بلوڅ ملتپال وايي چې دې چاودونو کې دواړه موټر هم سوځېدلي دي او د کارونې وړ نه دي.

بلوڅ ملتپال وايي، تـر هغـه بـه دغسې چاودنې او بریدونه دوام لري، تـر کلـه چـې یـې بلوچسـتان ازاد کـړی نـه وي.

هغوی زیاتوي، چې د پاکستاني پوځ لخوا د دوی زرګونه بلوڅان وژل شوي، ورک شوي او ځورول شوي، چې دوی به یې کله هم له انتقام اخیستو لاس په سر نه شي.

د بلوچستان خلک له کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې د پښتنو په شان د پاکستان خلاف او د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.

بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.

Comments are closed.