The news is by your side.

د پاکستاني پوځ ظلمونه به د دوی د زوال لامل شي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د پاکستاني پوځ لخوا په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې پر پښتنو او بلوڅانو د ظلمونو له کبله وخت ناوخته لاریونونه کېږي، خو دا ځل د پاکستاني پوځ لخوا د ماشومانو د شهیدانولو له کبله پراخ لاریون پیل شوی دی.

دغه لاریون د خیبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو سیمه کې د پاکستان پوځ له لوري د ماشومانو د شهیدانولو له کبله د یاد پوځ پر ضد پیل شوی دی.

که څه هم د لاریون څلور ورځې پوره شوې، خو دا چې پاکستاني پوځ د موضوع په اړه سر خلاص نه کړ، خلکو لاریون پنځمې ورځې ته وغځاوه.

په دې لاریون کې خلک د پوځ خلاف د مرګ شعارونه ورکوي او د عدالت غوښتنه کوي.

لاریون کوونکي وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنې همدلته ونه مني او غږ یې وانه وري؛ نو دوی به خپل لاریو تر اسلام اباده هم وغځوي او بیا به یې مخنیوی ناممکن وي.

دوی وايي، د پاکستان د پوځ وحشت اوج ته رسېدلی او نور یې پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او تر هغو پورې به د پوځ خلاف مبارزه کوي چې د دوی وژل او ځورول بس نه شي، خو که بیا یې هم ظلمونو ته دوام ورکړ دا به د پوځ په زوال تمامه شي.

د بنو جان خیلو اوسېدونکي د پاکستان له حکومت غوښتنه لري، چې د شهیدو شویو ماشومانو قاتلین پوځیان دې پیدا او دولس په مخ کې دې اعدام کړي.

د شهیدو شویو هلکانو کورنۍ وايي، چې دوی شاوخوا شل ورځې وړاندې د پوځ له لوري له ځان سره وړل شوي وو، چې څلور ورځې وړاندې یې مړي په خوړ کې وموندل شول.

د پاکستان پوځ پر پښتنو او بلوڅانو رڼا ورځ تیاره ګرځولې او له دوی سره یې په هیڅ راز ظلم سرپه نه ده کړې.

بلوڅ ملتپالو بیا تر پښتنو په مبارزه کې یو څه تکړه دي او وخت ناوخت پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بریدونه هم کوي چې درنه مرګ ژوبله له ځانه سره لري.

د پاکستان پوځ له دې سره سره د پښتنو او بلوڅانو په وړاندې خپلو ظلمونو ته په شدت دوام ورکړی دی او له خپلو ناوړه کړنو په هیڅ صورت لاس په سر کېږي نه، چې دا به یې اخر په زوال تمامه شي.

Comments are closed.