The news is by your side.

دا یې بل غم؛ م.م وايي، نشه يي توکي افغان سولې ته زیان اړوي

خبریال وېبپاڼه/ ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه میلیونونه پیسې مصرف شوې دي، خو اوس هم دغه هېواد کې پریمانه نشه يي توکي کښت او بیا قاچاق کېږي.

. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر، يوناما د دې سازمان د امنيت شورا ته د ۲۰۲۱ ميلادي کال لومړی درې مياشتنی راپور چمتو کړی دی او دا خبرې یې په همدې راپور کې کړې دي.

دوی ویلي، د نشه ‌يي توکو ګواښ ته پام نه ‌کول کولی شي چې د افغانستان سوله او امنيت د سولې تر تړون وروسته هم له خنډ سره مخ کړي او هغو سیمو کې به په لوی لاس ناامني جوړېږي چې هلته نشه يي توکي کرل کېږي.

 دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه ‌يي موادو توليد ډېر شوی دی او د مخنیوي لپاره یې شویو هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

 یوناما وايي چې د کوکنارو کښت او د نشه‌ يي توکو قاچاق نه ‌يوازې دا چې د جګړې سبب شوی، بلکې د سيمې او نړۍ امنيت ته هم ګواښ دی او که دغه ګواښ نادیده ونیول شي، ښه پایله به ونه لري.

 د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان په اړه وويل، تېر ميلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ ډېروالی راغلی و. مېرمن ديبرا لاینز له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشه ‌يي توکو سره په ګډه مبارزه وکړي او د نامشروع اقتصاد د ودې مخه ونيسي، ځکه دا وېره شته چې نشه ‌يي توکي د سولې تر تړون وروسته هم د افغانستان سوله او امنيت تهدید کړي.

که څه هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې شوې دي، خو سمه نتیجه یې نه ده ورکړې او لا هم په پراخه کچه کرل کېږي.

نشه يي توکي ډېری په هغو سیمو کې کرل کېږي چې طالبان هلته تصرف لري او دوی بیا د دغو توکو د کښت او قاچاق په بدل کې له خلکو او کاروباریانو باج اخلي.

Comments are closed.

koi finance