جوبايډن: تر راتلونکي می مياشتي ځواکونونه نه باسو
<span;>خبريال ويب پاڼه-د امريکا متحده ايلاتو ولسمشر جوبايډن په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي چې له افغانستان څخه خپل پوځيان باسي خو داسي ژر نه.
<span;>ښاغلي بايډن زياته کړه چې امريکا ته به ډيره سخته وي چې په راتلونکي می مياشت کې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. که څه بايډن دا ونه ويل چې څه وخت به خپل ځواکونونه له افغانستان څخه باسي خو دا يې وويل چې په نيږدې راتلونکي د پوځيانو په وتلو غور کوي.
<span;>هېره دې نه وې چې تيره ورځ د امريکا دفاع وزارت په يوه خپره کړي خبر پاڼه کې ويلي وو چې دغه وزارت د خپلو پوځياتو وتو ته پوره چمتوالی لري.
<span;>د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي که چیري د امریکا ولسمشر بایډڼ وغواړي چې سرتیري وباسي نو دوی ورته پوره چمتوالی لري.
<span;>د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د سفر پرمهال وویل چې د سرتیرو وتلو په هکله به وروستۍ پریکړه د امریکا ولسمشر جوبایډن کوي چې اوس یې په تائید سره د دې وزارت ویاند هم څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې که بایډن وغواړي نو پوره چمتوالی لري ترڅو سرتیري له افغانستانه وباسي.
<span;>دا څرګندونې پرداسې مهال کیږي چې سپینې ماڼۍ ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتی د سولې په وړاندې خنډونه رانځ ته کولی سي او باید داسې ونه سي.
<span;>د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره تیره اونۍ په ماسکو او راتلوونکي میاشت کې به په ترکیه کې د سولې کنفرانس جوړ سي په دې او د دوحي د خبرو د چټکتیا او جګړې پای ته رسولو لپاره نوي پرمختګونه رامنځ ته سي.
<span;> خو بل بيا په رسنيو کې داسې ګنګوسې دي چې د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ بيا ناندرۍ رامنځته شوې او د دواړو تر منځ سخت اختلافات رامنځته شوي دي.
عبدالله عبدالله د ولسمشر غني لخوا د کورنيو چارو د وزير مسعود اندرابي له دندې په ګوښه کيدا سخت غوسه شوی چې تيره ورځ يوې دولتي سرچينې خبريال ويبپاڼې ته ويلي وو چې عبدالله عبدالله موفت حکومت اعلاناوو خو.وروسته بيا د ملي امنيت د رياست او په امريکا کې د افغانستان د سفارت په ورکړي ورسره سلا شو.
Comments are closed.