The news is by your side.

د ميانمار د ښکلا شهزادګۍ د ټولې نړۍ څخه سوال وکړ

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې په ميانمار کې اوس هم خلک په لاريونونو بوخت دي او د پوځ خلاف شعارونه ورکوي خو ددې هېواد د ښکلا ملکې د ټولې نړۍ څخه مرسته غوښتې او ويلي يي دي چې د ميانمار له پوځ څخه ددې هېواد خلک وژغوري.

مېرمن هان لای په داسې حال کې د نړۍ څخه د خپلو خلکو د نجات لپاره په خپل پوځ باندې د فشار غوښتنه کوي چې همدې پوځ څو کاله وړاندې په دې هېواد کې مېشت مسلمانان قتل عام کړل او څوک چې ژوندي پاتې و هغوی ټول کډوال سول او اوس په بنګله دېش او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ سختې شپې ورځې تیروي.

هان لای چې په ټايلنډ کې يې د يوې انګرېزي ژبې ورځپاڼې سره مرکه درلوده د ټولې نړۍ څخه د خپلو خلکو لپاره مرسته وغوښته، دې وويل؛ له دې ځايه په ټولو نړيوالو غږ کوم، د ميانمار د پوځ په مقابل کې د ميانمار د خلکو ملاتړ وکړئ، ګڼ شمېر خلک د لاريون په سبب د ميانمار د پوځ په مرمیو باندې ووژل سول.

هان لای په ټايلند کې د ښکلا په يوه سيالۍ کې ګډون کړی و چې د خپل هېواد ځايي جامې يې اغوستې وې، په دې سياليو کې ددې ترڅنګ 64 نورو نجونو هم ونډه اخيستې وه او د ښکلا د ملکې د عنوان د ترلاسه کولو لپاره یې زړه ښه کړی و.

اغلې لای په ټولنيزو رسنیو کې هم فعاله ده او ددې لارې هم خپلې مجادلې ته دوام ورکوي، دې د خپل فیسبوک د رسمي صفحه څخه په یوه پوست کې بيا په نړيوالو غږ کړی دی، دې په خپل يوه پوست کې ليکلي دي؛ د ميانمار خلک د ډیموکراسۍ لپاره په لارو کوڅو کې روان دي او لاريون کوي، د ميانمار د یوې مېرمنې او اتباع په صفت زه هم پخپله برخه کې مجادله کوم.

ډېره موده کېږي چې په ميانمار کې خلک لاریونونه کوي او ددې هېواد د پوځ څخه غواړي چې د خلکو اراده دې نه اشغال کوي ديموکراسۍ ته دې درناوی وکړي او د خلکو له لوري په ټاکنو کې منتخب شوي مشران دې په زور د واک څخه نه لرې کوي.

Comments are closed.