ايا طالبان د امريکا سره په يوه بله معامله هم قانع شوي دي؟
ايا طالبان د امريکا سره په يوه بله معامله هم قانع شوي دي؟
خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ د دوهم ځل لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن وويل چې دوی د طالبانو سره د شوي تړون په بنسټ باندې د مې په لومړيو کې خپل ځواکونه نشي وېستلی.
که څه هم طالبانو وړاندې ويلي و چې که امريکايان خپل ځواکونه له دې هېواد څخه ونه باسي نو دوی به بيا حملې له سره پيل کړي خو وروسته بيا همدې طالبانو ته نېږدې سرچينو ومنله چې که امريکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه هم ونه باسي نو بیا هم طالبان د دوحې تړون نه ماتوي.
د چارو شننونکي وايي چې طالبان په دې قانع دي چې تړون بهنه ماتوي خو اصلي خبره داده چې په امريکايي ځواکونو به حملې پيل کوي، مګر دا حملې به صرف په نوم حملې وي.
ځکه دا دومره کلونه طالبانو په امريکايي ځواکونو ډېرې کمې حملې کړې دي او مطلق اکثریت حملې يې په افغان ځواکونو کړې دي.
يوه ډله شننوکي بيا په دې اند دي چې امریکا او طالبان د پردې تر شا په دې باندې توافق ته رسیدلي دي چې د افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو اېستل ځنډول کېږي او طالبان به هم دا مسله په رسمي ډول مني.
ويل کېږي چې د امريکا متحده ايالاتو د طالبانو څخه غوښتي دي چې ددې کال تر پايه پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون ومني، کله چې دا کال پای ته رسیږي نو په افغانستان کې به هم د امريکايي ځواکونو شمېر صفر ته رسېدلی وي.
د بل لوري د امريکا حکومت په افغان حکومت او طالبانو دواړو فشار لوړ کړي دي چې ژر تر ژره يوه جوړجاړي ته ورسیږي او په یو داسې حکومت باندې توافق وکړي چې ټول لوري پکې خپل ځان مومي او په دې ډول په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.
تمه ده چې راتلونکې مياشت په ترکیه کې يوه مهمه غونډه ترسره شي، په دې غونډه کې به د حکومت او طالبانو مهم مشران ګډون وکړي او هڅه به وشي یو تړون ترلاسه شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نيت لري په دې خبرو کې طالبانو ته د ټاکنو وړانديز وکړي په کومو ټاکنو کې به چې پخپله ولسمشر غني کانديد نه وي خو ددې لپاره مهم شرط اوربند منل دي مګر طالبانو له وړاندې دا وړانديز ردکړی دی او ويلي يې چې ټاکنو په افغانستان کې دا شل کاله هیڅ سمه پايله نه ده ورکړې او دوي نه غواړي برخه پکې واخلي.
ليکوال؛ تاج محمد ارين
Comments are closed.