The news is by your side.

له طالبانو سره د ټاپي پروژې پټ تړون

خبریال ویبپاڼه/ له افغانستانه د ګازوتیریدونکې نل لیکې د امنیت لپاره ویل کیږی چې ترکمنستان ته د طالب پلاوی د سفر په هکله د امنیت په بدل کې طالبانو ته د حق العبور رپه نوم پیسې ورکول کیږي چې امریکا يې په هکله غبرګون ښودلی.

یو  شمېر امریکايي رسنیو ویل چې امریکا د هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې به یې طالبان د ترکمستان د ګازو نل لیکې چې له افغانستانه تیریږي د امنیت په نوم طالبانو ته پیسې ورکوي او له دې امله د بایډن اداره هم خبره ده، امریکا ویلي چې په دې هکله خبرداری نلري او ترکمنستان  هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په برخه کې  کوم رول  نلري خو امریکايي رسنیو په دې هکله ویلي دي  چې مریکا له هرڅه خبرداری لري، او د هغې طرحې  ملاتړ کوي.

خو په دې هکله په کور دننه امریکا کې یو شمېر غبرګونونه را پاریدلي او دا کار يې وړ نه دی بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې غبرګون کې ویلي د طالبانو دې سفر کې امریکاکوم رول نلري او حکومت يې مستقیم مالي ملاتړ هم نکوي.

د بهرنیو  چارو وزارت ویلي یوازي  امریکا منځنۍ اسیا کې د هغه هڅو ملاتړ کوي چې، د سوداګري زیاتېدو، اقتصادي ودې او د انرژۍ او ټرانسپوټ بنسټیزو پروژو د ښه والي لپاره یې کوي او له طالبانو سره د دې معاملې په هکله کوم خبرداری نلري.

که چیري طالبانو ته دا پیسې رسیږي نو ایا د جګړې پر ډګر به زیاتوالی نه راولي؟ او دوی ته به څومره ګټه ورسیږي تراوسه پوري په دې هکله په رسمي ډول افغان دولت څه نه دي ویلي.

د ټاپي پروژه چې د فغانستان لپاره له اقصادي پلوه حیاتي ارزښت لري او په بشړيدلو سره به يې افغانستان ته زیاتي ګټې ورسیږي.

په افغانستان کې روانه جګړه هغه لامل دی چې د هرڅه مخه يې نیولې دا موضوع په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې د جګړې فصل پر پیل کیدو دی او د دې امکان سته چې جګړې زور واخلي که چیري طالبان او افغان دولت په وروستۍ هڅه کې د افغان سولې په برخه کې نام سي خو لیري نه ده چې زورورې جکړې به رامنځ سي

Comments are closed.

koi finance