The news is by your side.

په میدان وردګ کې طالبانو په زوره ملکي وګړي برمته کړي دي

<span;>خبريال ويب پاڼه /له تيرو ۲ دوو اونیو راهسې په ميدان وردګو ولایت کې وسلوالو طالبانو ۱۱ تنه ملکي وګړي په موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې برمته کړي دي.

<span;>د میدان وردګو ولایت د امنيه قومندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفياني رسنو ته وویل چې دوه اونۍ ړاندي وسلوالو طالبانو د میدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ د زيولاتو په سېمه کې ۱۱ تنه ملکي وګړي له موتره ښکته او له ځان سره يې نا معلوم لوري ته وړي دي.

<span;>خو په دې اړه  تر دې دمه  وسلوالو طالبانو په رسمی ډول او يا په ټولنيزو رسنيو کې څه نه دي ويلي .

<span;>بايد وويل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په لويو لارو کې وسلوالو طالبان ملکي وګړي له موټرو ښکنه کوي او له ځان سره يې په مياشتو ، مياشتو په دې تور بندي کوي چې له افعان دولت سره کار کوي بلکې څو ځله وسلوالو طالبانو ملکي وګړي تښتولي او آن ډيری وخت خو تر سختو شکنجو لاندي نيولی دي.
<span;>چې له هغو ډلې څه موده مخکي د غزني په قره باغ سيمه کې د لس ګونو ملکی وګړو برمته کول وو.
<span;>د وسلوالو طالبانو له خوا د ملکي وګړو د برمته کیدا خبر په داسې حال کې خپريږي چې د امريکا د ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی وو چې تر راتونکی می  مياشتي امریکا نشي کولای خپل پوځپان له افغانستان څخه وباسي.

<span;>په ورته وخت کې طالبانو د امريکا د ولسمشر په ځواب کې ويلې چې که امريکا د دوحې له تړون سره سم خپل ځواکونه تر راتلونکی می مياشتي پوري ونه باسی دوی به يې په وړاندي له سختو حملو کار واخلې.

<span;>خو بل پلو د په ترکيه کې د افغان ساسيونه په ګډون د سولي ناستي ته هيلې زپاته شوې دي د مصالحې عالې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د سولي خبري په يوه غوره پړاو کې دي.

<span;>د يادولو وړه ده چې يوه اونۍ مخکي په رسنيو کې داسي راپورنه خپاره شول چې طالبانو په نسبي ډول له امريکا له ځانګړي استازي زملي خليلزاد سره منلي چې د ولايتونو ، ولسواليو په مرکزنو او پوستو به بريدونه نه کوي.

Comments are closed.