The news is by your side.

حکومت علي پور هم د کمال خان په بند کې ومينځه

خبريال وېبپاڼه- له بده مرغه په هېواد کې مو چارواکي د وحشتونو د ټولو لپاره کله نور وحشتونه کوي کله بيا د ابادۍ په کوم کار باندې د تېر وحشت دوسيه بنده کړي.

په عموم کې تل چې په حکومت کې کومه رسوايي وي، په فساد کوم لوی مفسد چارواکی ګير شي او يا هم د یوه حکومتي لوی چارواکي سره د انتحاريو واسکټونه ونيول شي نو د هغه خبر څخه د خلکو د فکر اړولو لپاره په سيستماتيک ډول داسې یو وحشت کېږي چې د خلکو څخه هغه مسله هېره کړي او یو بل ویر جوړ کړي.

اوس تازه چې څه موده وړاندې هزاره تروريست علي پور د ملي پوځ يوه الوتکه رانسکوره کړه او نهه تنه يې پکې په شهادت ورسول چې نو دومره يوه جدي مسله باندې د کمال خان د بند تبليغات پيل شول او نن دادي نور نو نهه تنه پوځيان له منځه تللي او حکومت يا هم مېډیا د علي پور قضيه سسته پرېښې ده.

پرديپالې رسنۍ اخته دي او د اشرف غني يا نورو حکومتي چارواکو سره د علي پور د وحشت په هکله د کارولو ادبياتو پوښتنه کوي، هشت صبح او اطلاعات روز لګيا دي د افغان پوځ د جنرالانو او نورو چارواکو د خبرو په طرز باندې نيوکې کوي او دومره شور یې جوړ کړی دی چې دوی علي پور یوه قرباني وړاندې کوي او پوځ او جنرالان د ظالمانو سره پرتله کوي.

دوی د علي پور وحشت نه يادوي زما په اند هغوي يو مدني کار ګڼي او دا چې پلانکي جنرال وويل علي پور او نور تروريستان يې د سپیو غوندې راټول کړی دوی په دې اخته دي او حکومت او جنرالان یې د تعصب او نورو ټاپو لاندې نيولي‌دي.

حکومت هم نه غواړي په دې مسله کې ډېر وخت تېر کړي او په ريښتيا علي پور ونيسي، ځکه دا بد حکومت پخپله کړي اوس رېبلی نشي.

حکومت د سرور دانش په ضمانت همدا تروریست خوشي کړ او هغه تروریست نن ۹ تنه افغان پوځيان له منځه يوړل، اوس حکومت ددې جرم شريک دی چې ولې يو قاتل تروريست د یو متعصب پرديپال په تش نوم ضمانت خوشي کوي او د خپلو پوځيانو د مرګ سبب کېږي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.