The news is by your side.

چین او ايران د ۲۵ کلونو لپاره تاریخي تړون لاسلیک کړ

چین او ايران د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره تاریخي تړون لاسلیک کړ

خبريال وېبپاڼه- د ډېرې مودې راهیسې تمه وه چې د چين او ايران ترمنځ دا تړون لاسليک شي، خو د بېلابېلو سببونو له کبله بلاخره نن په تهران کې چين د بهرنيو چارو د وزير او د ايران د بهرنيو د وزير ترمنځ دا هر اړخيز تړون لاسليک شو.

ددې تړون په بنسټ چين به په راتلونکو پينځه ويشت کلونو کې په ايران کې تر ۴۰۰ ميليارده ډالرو زياته پانګونه کوي، دا پانګونه به تر ډیره د بندرونو په روغونه، د لارو په جوړولو او نورو او د انرژۍ په سکتور کې کېږي.

په سيمه کې چين په تاريخي ډول د پانګونې په لټه کې دی، تر دې وړاندې چین د قطر سره هم د اقتصادي ودې لپاره يو تاریخي تړون لاسلیک کړ چې د هغه تړون موده د لسو کلونو لپاره و، د قطر او چين ترمنځ د تړون تر ډېره د ګازو په برخه کې و.

د قطر پرته چين په ګاونډ پاکستان کې هم پراخه پانګونه کړې ده او کوي يې، چين په پاکستان کې د چين او پاکستان د وصل، د پاکستان د بندرونو د نوي کولو او جوړولو په برخه کې تراوسه پورې ۶۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده، چين په پاکستان کې يوازې د لارو او بندرونو په برخه کې پانګونه نکوي بلکې د پاکستان د انرژۍ په برخه کې هم پانګونه کوي او په دې هېواد د اتومي ریکټورونو په جوړلو کې ونډه اخلي.

د بل لوري د افغانستان ګاونډي چېن بيا په دې هېواد کې تراوسه پورې هیڅ دا ډول پانګونه نده کړې، بلکې تر ډېره د افغان حکومت سره کله کله مرسته کوي، چين په افغانستان کې د پانګونې هڅه کړې وه خو څو ځله ناکامه شوه.

د چارو شننونکي وايي د چین اقتصادي وده ټوله سيمه ورسره ښېرازه کوي ټوله سيمه او نړۍ ورڅخه ګټه اخلي نو پکار ده افغانستان هم ورڅخه مستفيد سي.

خو په افغانستان کې دننه ناامني، فساد او د هېواد د واکمنانو بې پروايي ددې سبب شوې ده چې چین تراوسه نه دې هېواد کې هېڅ ډول لویې پروژې ته زړه ښه نکړي.

 

Comments are closed.