The news is by your side.

ددفاع وزارت سرپرست د تروريستي ډلې مشر ته غل وايي

خبريال وېبپاڼه- نن د افغانستان د امینتي سکتور مسولينو خبري غونډه درلودله چې پکې د ددفاع وزارت سرپرست هم خبرې وکړې.

ياسين ضيا لومړی د تروريزم سره د مبارزې په هکله خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د نړيوالو متحدينو مرستې حياتي وبللې خو وروسته د هغه څخه د علي پور په هکله هم پوښتنه مطرح شوه.

ددفاع وزارت سرپرست په ډېر عجيب ډول وويل چې علي پور يو غل او لاره وهونکی دی زر به يې پيدا کړي، که څه خبريال ورڅخه پوښتنه ونکړه چې علي پور په دومره صفاتو او کړنو کې د يو غل په صفت او نوم يادولو ته دوی څه مجبور کړي دي.

ددفاع وزارت سرپرست دا ډول څرګندونې څه مانا لري، علي پور د يو غل په سطح معرفي کول یانې څه؟ علي پور ځانته حرکت لري او د هزارستان د نامه لپاره جنګېږي، د ايران مستقيم ملاتړ ورسره دی، انځورونه یې خپاره شوي د فاطمیون د افغانستان د ملاتیر دی، د افغانستان د حکومت په یوه بنسټ د بهسودو په ولسوالۍ یې حمله کړې ولسوالۍ یې سقوط کړې او بيا ولسوالۍ ته اور ورته کړی دی، او وروستی یې هم دا چې د افغانستان د پوځ هليکوپتر یې سقوط کړې او نهه تنه افغان پوځيان شهيدان کړي دي.

اوس دومره خطرناک جرايم ترسره کولو سره سره علي پور ته غل ويل څه مانا لري، علي پور د يوې بهرنۍ مداخلې استازی دی، يو خطرناک تروریست دي، د یوه تروريستي ګروپ مشر دی، يو قاتل دی، علي پور دومره وحشي دی او ددفاع وزارت سرپرست ورته غل وايي.

د علي پور قضيه ډېره واضح ده، خو خبره د حکومت په اراده کې ده، علي پور د سرور دانش سره د ورور غوندې اړیکې لري، سرور دانش یې ضمانت کړی دی د یوه دسترخوان خلک دي په یوه ورځ کې بايد په دانش باندې علي پور پيدا او لاس تړلی راوستل شي.

خو حقیقت دادی چې حکومت د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي،‌ د خپلو خلکو د خپلو پوځيانو قاتلين په ارګ کې ساتي، کله چې پوځيان په سلو قربانيو يو وحشي ونيسي اشرف غني اجازه ورکوي چې هغه خبیث په ارګ کې په ځانګړو تشریفاتو سره آزاد شي.

علي پور ته که څوک په غيرې شعوري ډول صرف غل وايي نو دومره کم شعورۍ کې دومره ستر مسؤليت پخپله زموږ د ناوړه حالت يوه نښه ده او که پلان دا نيول شوي وی چې علي پور د یوې تروريستي ډلې د مشرۍ څخه د يو غل سويې ته راټيټ وښودل شي نو بيا دې د افغانستان خدای مشل سي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.