The news is by your side.

خوست کې د حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژلو ادعا

خبريال وېبپاڼه- د خوست د صبریو له ولسوالۍ څخه د ملکي تلفاتو خبرونه ورکړل شوي دي، د ځايي میډیا له لوري د ورکړل شويو خبرونو په بنسټ د خوست ولايت د صبريو په ولسوالۍ کې ۱۵ تنه ملکي وګړي د حکومتي ځواکونو له خوا په شهادت رسول شوي دي.

د بل لوري تراوسه پورې هېڅ حکومتي بنسټ، د ددفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او يا هم د ملي امنیت ریاست په دې اړوند څه نه دي ويلي.

په ټولنيزو رسنيو کې د هغه کسانو، ماشومانو او ښځو انځورونه خپاره شوي دي چې د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ډېری کسان تر خاورو لاندې ليکل کېږي او هم ځينې په خاورو کې لت پت دي ډېر بد زخمي شوي او د ليدلو وړ نه دي.

که څه هم د يوې خوا ددې پېښې دقیق جزئيات يا نه دي خپاره شوي او کوم چې خپاره شوي دي هغه تراوسه د مستقلو سرچينو او یا هم حکومتي سرچینو له لوري نه تاييد شوي او نه هم رد شوي خو په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې له ځايه خپرې شوې ویډیو ګانې ښيي چې دا ډول یوه پېښه د صبریو په ولسوالۍ کې پېښه شوې ده او خلک فرياد کوي.

د سیمې څخه يو کس چې خپله مېرمن یې د حکومتي ځواکونو په يوه هوان کې له لاسه ورکړې په خپله غېږه کې يې د مړ شوي‌ ماشوم جسد‌ نيولی دی او وايي چې د حکومتي ځواکونو د هوان په مرمۍ یې کور هغه مهال ولګېده کله چې ددوی زنانه په نغري ناست و، دغه کس زیاتوي چې همدا اوس هم ددوی په سیمه کې حکومتي ځواکونه موجود دي او پاس په هوا باندې هم هوايي ځواک دی.
د چارو شننونکي په دې اند دي چې مخکې له دې چې دا ډول خبرونه خپاره شي نو سمدلاسه باید حکومتي سرچینې په ځانګړي ډول د‌دفاع وزرات د کورنیو چارو وزارت د رسنیو سره د خلکو سره دقیق مالومات شريک کړي.

د پیښې اړوند جزئيات، د پېښې څرنګوالی د پېښې د حقیقت په هکله بايد دا بنسټونه خلکو او رسنيو ته فوري ځواب ورکړي خو له بده مرغه د پرون راهیسې په ټولنيزو رسنیو کې د خلکو له لوري ددې پېښې وير کېږي، انځورونه خپرېږي، د ځايي سرچينو له لوري د تلفاتو په هکله جزيات خپرېږي، ويډيو ګانې خپرېږي خو بيا هېڅ حکومتي بنسټ تراوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي.

د جګړې قوانينو ته نه درناوی هغه که د‌ هر لوري وي ددې سبب کېږي چې‌ جګړه په وروستۍ کچه بې کنتروله او دومره وحشي کړي چې بيا به نو د افغانستان د وحشتونو کیسې په نړۍ کې کېږي او‌ د هېواد د ننه به هم حالت له کنټرول څخه ووځي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed.